
د کندهار هوایي ډګر په برید کي د ۷ تورنو کسانو محاکمه بې پایلو پای ته رسیدلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۵ ل): په کندهار کي د هوایي ډګر په برید کي د ۷ تورنو برید کوونکو محاکمه په علني توګه ترسره سوه خو بې پایلو پای ته ورسیدل.
تېر کال د لېندۍ میاشتي پر ۱۷مه نېټه د طالبانو د خاص ځواک ۹ تنه بریدکوونکي د کندهار هوایي ډګر ته په خفیه توګه ننوتل او هلته یې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو بریدونه وکړل، بریدونو چي شاوخوا ۳۲ ساعته یې دوام وکړ د امنیتي سرتیرو په ګډون لسګونه بهرنیو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله واړول.
طالبانو په هوايي ډګر کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندان دفتر، د هوايي ډګر بازارګی، د بهرنیو ځواکونو قومنداني او په سیمه کي نژدې نور دولتي تأسیسات خپل هدف وګرځول او درنه جګړه یې ورباندي وکړل.
تر برید وروسته امنیتي ارګانونو د پېښي په تور ۷ تنه شکمن ونیول چي په هغوی کي یو تن د هوايي ډګر د قراول قومندان او شپږ تنه د هوایي ډګر دننه د بازارګي دوکانداران دي، پر دوی تور پوري سوی چي هوايي ډګر ته د بریدکوونکو په داخلولو کي یې مرسته کړي ده.
د محاکمې په پيل کي موظف څارنوال صورت دعوا ولوسته او ويي ويل چي د هوايي ډګر د قراول د قومندان حاجي خان په ګډون اووه تنه په دې قضيه کي ښکېل دي او هوايي ډګر ته د ننه يې د وسله والو او د هغوى د وسلو د تېرولو په برخه کي مرسته کړې ده.
څارنوال وویل چي تورنو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او منلې یې ده چي دوی د بریدکوونکو سره د وسلو په وړلو او هغوی دننه هوايي ډګر ته په تېرولو کي مرسته کړي ده.
د نیول سوو کسانو مدافع وکیلانو وویل چي د شکمنو دوسیې د اعترافاتو پر بنسټ جوړي سوي او اړوند نور شواهد او اسناد پکښي نسته، دوی همدارنګه وویل چي د اعتراف اخیستلو پر مهال د نیول سوو کسانو نوکان ویستل سوي او سختي شنجکې ورکړل سوي دي.
مدافع وکیلانو همدارنګه وویل چي د برید پر مهال نور چارواکي او سرتیري هم پر دنده موظف وه نو یوازي د قراول قومندان حاجي خان ولي نیول سوی او د نورو څخه پوښتنه نه ده سوي.
د غونډي په پای کي د کندهار د ښاري محکمې ريس قاضي عبدالحليم مسلم ددي علني محکمي پر مهال وويل چې د تورنو کسانو په اړه شواهد او اسناد کره نه دي او امر يې وکړ چې د کندهار والي، امنيه قومندان، د ملي امنيت ريس، د ٤٠٤ ميوند زون قومندان، د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان، د سرحدي زون قومندان، د کندهار د هوايې ډګر دګارنيزون قومندان، د هوايې ډګر د سرحدي پوليسو قومندان او اړوند نور چارواکي به په بله غونډه کې برخه واخلي او ددي موضوع او نيول سويو تورنو کسانو او پيښي په اړوند به وضاحت ورکړي.