شعـــــرونه

معصوم شهيدبشيراحمدريان دحال په ژبه وايي

م، رستاد ايوبي 

دسترو هيلو يو جهان وم خو چا پرې نه ښودم
زه د خوږې ميني داستان وم خو چا پرې نه ښودم

خزان مي توی کړلې غوټۍ تر سپړيدلو مخکي
د اميدونو ګلستان وم خو چاپرې نه ښودم

خدمت د دين وطن مذهب مي د ژوندون شعار و
د آرمانونو لوی کاروان وم خو چا پرې نه ښودم

د لوړ مرال ژوندي احساس تکړه ضميرڅښتن وم
مينه وم درد ومه درمان وم خو چا پرې نه ښودم

لکه منصور په هسکه غاړه دار ته وختلم
والله رښتينی مسلمان وم خو چا پرې نه ښودم

ګناه مي دا وه چې محصل د ادبياتو ومه
عجب بشير احمد ريان وم خوچاپرې نه ښودم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x