کندهار ښار کي یو ځوان د کورني تاوتریخوالي پر مهال وژل سوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۵ ل): په کندهار ښار کي یو ځوان په خښتو او ډبرو ویشتل سوی او وژل سوی دی، ویل کیږي چي دغه ځوان د کورني تاوتریخوالي له امله وژل سوی دی.

پولیس وایي چي نن سهار شاوخوا نه بجې یې د کندهار ښار په تري اډه سیمه کي د یو ځوان جسد موندلی چي په ډبرو او خښتو ویشتل سوی، پولیسو همدارنګه ویلي چي نوموړۍ د کورني تاوتریخوالي پر مهال وژل سوی دی.

د سیمي خلک وایي چي دغه ځوان نن سهار وختي خپله میرمن په خښته ویشتلي او ټپي کړي وه، کله چي د نوموړي میرمن روغتون ته یووړل سوه نو څو ساعته وروسته پر نه بجې ددغه ځوان جسد د ښار په تري اډه سیمه کي پولیسو پیدا کړ.

تراوسه د پېښي په تړاو پولیسو څوک نه دي نیولي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د