fbpx

شهیده یاره!- احساس

بې روحه شوم په زړه دې را کړ غم شهیده یاره
په تا پسې درځم، درځم ،درځم شهیده یاره

په دې وحشي نظام او په دې طاغوتي جال کې
پر چا و چا ونشو ستم شهیده یاره

د نور او رڼاګانو د قاتل غېږ کې موسی وي
په لاس کې به دې وو کتاب قلم شهیده یاره

د فکر پلوشې دې لر او بر کې خورې شوې
ډاډه اوسه ختمیږي به تورتم شهیده یاره

ستا لاره، ستا مسیر او ستا ارمانه ګرانه بشیره
پالو به یې ، ساتو به یې هر دم شهیده یاره

محمدالله احساس

۱۳۹۵/ ۰۱/ ۱۲مه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د