نظــر

د رڼا په لټون

هسی خو د ټولو صحابه کرامو د ایمان راوړلو داستانونه  عجیب او په زړه پوری دی خو د حضرت سلمان فارسی رض د ایمان راوړلو قصه ډیره جالبه او ایمان افروزه ده.

 عبدالله ابن عباس رضی الله عنه د سلمان فارسی رضی الله عنه قصه داسی کوی. سلمان فارسی د فارس اوسیدونکی و. نوموړی په اتش پرسته کورنی کی سترګی وغړولی. پلار یی د کلی یو معتبر شخصیت و. دی به پلار د معبد څخه د باندی نه پریښود تر څو له خپلی عقیدی منحرف نشی. پلار یی یو لوی باغ هم درلود. یوه ورځ یی پلار په څه کار بوخت و نو سلمان فارسی رضی الله عنه ته یی وویل چی ولاړ شه او په باغ راوګرځه. په لار کی د یو کلیسا څخه د عبادت غږونه راځی.

سلمان فارسی رض کلیسا ته داخلیږی او د هغوی د عبادت له طریقی څخه متاثره کیږی. ځان سره وایی چی په خدای قسم دا دین زموږ له دین څخه بهتر دی. کله چی لمر لویږی او پلار ته راستنیږی نو پلار یی د کار په اړوند تری پوښتنه کوی. دی خپله ټوله قیصه بیانوی او ورته وایی چی پلاره په خدای می دی قسم وی چی دغه دین زموږ له دین څخه بهتر دی. پلار یی ویریږی او دی په کور کی بندی کوی. وروسته سلمان فارسی رض عیسایانو ته پیغام استوی چی کله ستاسی قافله شام ته ځی نو ما خبر کړی. هغه وخت شام د عیسویت لوی مرکز ګڼل کیده. څه موده وروسته هغوی احوال رالیږی چی قافله شام ته د تلو لپاره تیاره ده. سلمان فارسی خپلی زولنی ماتوی او په تیښته بریالی کیږی. په شام کی د عیسایانو د پادری په خدمت کی پاتی کیږی تر دی چی هغه مړ کیږی او خلک د هغه په ځای بل کس ټاکی. لنډه دا چی له شام څخه بیا موصل ته ځی. بیا نسایبین او اموریه ته ځی او له اموریه څخه له یو کاروان سره ملګری کیږی  هغوی سلمان فارسی رض مدینی ته رسوی. په مدینه منوره کی د حضور صلی الله علیه واله وسلم سره وینی او اسلام  راوړی.

اسلام نور یا رڼایی ده . کله چی انسان دا نور تر لاسه کړی، او هغه یی زړه ته ښکته شی،  نو بیا د دنیا یو قوت هم دی له مستقیمی لاری نه نشی ګرځولی. خو ددی ترڅنګ ځینی داسی خلک شته چی دغه نور یی زړه ته نه وی ښکته شوی، یوازی  د هغه تر ژبی پوری محدود وی، نو  د خپلو شخصی ګټو د ساتلو، تکبر، غرور او عناد په وجه  د حق  نه یا مخ اړوی او یا یی مقابله کوی. د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم تره ابو جهل او داسی نورو مشرکین په دی خبره پوره یقین درلود چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله ج پیغمبر دی خو بیا یی هم د خپل تکبر په وجه ایمان نه راوړ.

 نن چی زموږ په هیواد کی کومی بدبختی روانی دی د هغه یوه لویه وجه د حقیقت نه سترګی پټول دی. په ډیرو موضوعاتو کی موږ کافی معلومات لرو خو بیا هم حق  ته رجوع نه کوو بلکه حق تحریفوو. د حقیقت (نور) د څرګندیدا باوجود مو ځان قصدأ تیارو        ( ظلمات) کی ساتلی وی او یا غواړو چی د خپلو ګټو د ساتلو په خاطر ځان هم په تیارو کی وساتو او نور خلک  هم.   

زموږ په ټولنه کی ډیر سیاست پوه او شنونکی په حق باندی په پوهیدلو سره سره، بیاهم  حق نه بیانوی. ډیری مطبوعاتی کړی وجود لری چی د شخصی ګټو په خاطر غواړی افغان ولس پټی سترګی وساتی. د خپلو شخصی ګټو او تکبر په وجه په عامه ذهنونو کی تشویشونه را پیدا کوی. هغه اقدام چی په هغه کی  د افغان مجاهد ولس ګټی او ارمانونه انغښتی وی،  د هغه  مخنیوی کوی.

 افغانانو د اسلامی نظام راوستلو او د وطن د آزادی په خاطر په لکونو شهیدان  ورکړی او ورکوی یی. که چیری موږ له خپل دین، وطن او آزادی سره مینه نه درلودی نو یوه پیړی د مخه به د انګریزانو پخلاف نه راپورته کیدو. د روسانو خلاف به مو وسله وال جهاد نه کاوو. او اوس د خارجی قواوو په خلاف به نه دریدو. دغه تش په نامه شنونکی او سیاستمداران پدی هم ښه پوهیږی چی افغانستان کی د اسلام څخه پرته نور نظامونه کار  نه ورکوی. دا فارمولی ناکامی شوی  او یا هم د ناکامیدو سره مخ دی. د کور، کالی، ډوډی نعرو خو زموږ ولس بی کوره، بی پوښاکه او مفلس کړ. کمونیزم  په روس کی هم د لکونو خلکو په وژلو سره منځ ته راغی او یو پیړی یی هم دوام ونه کړ. بل لور ته دیموکراسی او د بیان آزادی موږ څخه زموږ دینی او کلتوری ارزښتونه واخستل. په اخلاقی او معنوی لحاظ یی ړانده، کاڼه او په اقتصادی لحاظ یی شل کړو. موږ نور له خپل هیواد څخه د مختلفو نظامونو تجربه ګاه نشو جوړولی. هغه نظام چی څوارلس سوه کاله مخکی یی نړی ته د اخلاقی، اجتماعی او اقتصادی رکود څخه نجات ورکړی نن هم هغه نظام زموږ د مشکلاتو د حل ذریعه ده.

انعام الله احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x