ورزش

پاکستان او افغانستان تر منځ کرکيټ لوبې وځنډول شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۱۲مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان کرکيټ بورډ د لاهور تر چاودنې وروسته له افغانستان سره سیالۍ وځنډولې.

د کریکټ مشهورې وېبپاڼې کریک انفو د راپور له مخې په پاکستان کې د افغانستان او پاکستان کرکیټ لوبډلو تر منځ په را روانه میاشت کې د درې یو ورځېنیو او یو څلور ورځېنۍ لوبو د کېدلو تمه وه. خو د ګلشن اقبال پارک کې چې د لاهور قذافي لوبغالي سره په څو کیلومترۍ کې پروت دی، تر سترې چاودنې وروسته پاکستان ته د افغانستان کرکيټ لوبډلې دوره شکمنه شوه.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیالۍ به د ۱۵ اپریل څخه تر ۸ مۍ پورې په لاهور او کراچۍ کې ترسره شي.

په ۲۰۰۹ز کال کې د سري لنکا په کرکيټ لوبډلې تر برید وروسته په پاکستان باندې د نړیوال کرکیټ دروازې بندې شوې. تر هغه وروسته پاکستان خپلې کورنۍ سیالۍ په عربي اماراتو کې کولې.

په ۲۰۱۱ کې افغانستان لومړنۍ لوبډله وه چې د پاکستان الف خلاف لوبو لپاره پاکستان ته ولاړ. تر هغه وروسته هم افغان کرکيټ لوبډلې د پاکستان ملي کرکیټ اکادمۍ د اسانتیاو استعمالولو لپاره پاکستان ته سفرونه کړي دی.

کریک انفو وايي چې دوی ته داسې راپورونه رسیدلي چې د پاکستان حکومت د دغو لوبو نه کولو باندې غور کړی دی.

تر دې دمه په دې اړه د افغانستان کرکيټ بورډ څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x