ما خو خپل ملت ته لیکل؛

اتل مشواڼی

زه خپلو ووژلم،نن په پردي وطن کې خښ یم، ما خپل ګڼئ، که نه!؟ زه درته څنګه ښکارم، غلام خو به مې نه بولئ!؟ بېرته مې در وړئ کنه!؟

یوازې د درد احساس را پاتې و، سترګې له کتو ولېدلې وې. غوږونو اورېدل نه شوای کولا، لاسو،پښو حرکت پرېیښی و.له سره تر پښو ټول وجود درد – درد و، داسې مې اننګېرله، چې د مرګ شېبې را نږدې دي، دې وخت کې مې یوازې فکر مل و، تنها دردلې اروا راسره وه، ګومان مې کاوو، چې نور له دې ډانچې د وتو په حال کې ده،د الوداع وخت راغلی؛ خو بیا هم بختور وم، فکر لا ژوندی و، خیالونه او سوچونه راسره وو، په لومړي ځل ډاډه شوم، چې اراو، تۀ ابدي یې، او زېری مې واخیست، چې مرګ پای نه پیل دی. دې وخت کې به د بدن کوم غړي سخت درد وکړ، زما د فکر او اروا د خبرو تسلسل به یې را پرې کړ، د درد کړیکې مې سترګې هم څه پرانیستلې، خو ژر به مې بېرته راټولې کړې، ما خپل مخ ته ولاړه صحنه نه شوای لیدای، دا د وحشت انځور و، د دد څيرې کوم پلیت انسان کې ځان ننیستلی و. هو! سترګې به مې بېرته را بندې کړې، ما غوښت، چې دا څو شېبې له اروا سره خبرې وکړم، تېر نه پرېښودم، چې وخت د درد او چیغو په نمانځلو تېر کړم.

له ځان سره مې وېل، کاشکې دې له داسې حالاتو سره ځان بلد کړای وای،څومره مې لوستي وو، د مېخونو کیسې، چې د خلکو پر سرونو به ټکوهل کېدل، په لومړي ځل ځان راته پر انتخاب کړې لار ملامت وایسېده، لومړی ځل راته افسوس راغی، کاشکې یوه څه مقاومتي وای،اندامونه مې له وهلو، ډبولو سره بلد وای! نن به دومره درد نه راتله، یو څه به مې په ارامه روستی فکر کړی وای.قلم مې انتخاب کړی و، ما غوښت، چې له دې لارې خدمت وکړم، د قلم په جهاد ولس وژغورم، ظالم ورټم، خپل حق وغواړم، خپله ژبه یډایه کړم، ازادي خوښه کړم، اشغال منفور وبولم، د ژوند حق وغواړم، د بل د ژوند تضمین خپله داعیه وټاکم،دومره حق خپل کړم، چې پر ځان، کور، خاوره زما واک وي، دومره واک تر لاسه کړم، چې ظالم ته ظالم ووایم، د مظلوم لاسنیوای وکړم.

په خپل درد، په خپل ماټ ګوډ وجود، پر وینو لړلې ډانچې خپه نه یم، زه یې خپل تقدیر بولم، ممکن راتلونکې کې راته په خیر تمام شي.بس درد پر دې راځي، دا ارمان مې ژړوي، چې زما هغه اميدونه لا نیمګړي پاتي، زما هغه غوښتنه، چې ویده، مظلوم ملت ته به لیکنې کوم، دوی به له خپل زړه خبروم، چې له سیالانو سره سیال شئ! زما هغه تکل، چې خدایه پاکه ستا د دین لپاره لیکم، لولم، ښیم نیمچه پاتې شو، پر خپل تقدیر خوښ یم، له خپله بخته ګیله من یم. له خپله درد دردېږم، د نورو درد ته اندېښمن یم. دا د څو ثانیو فکر وو، ما ډېر وخت هم نه درلود، یوازې څو شېبې راسره وي، ګنې ډېر نور څه وو، چې ما غوښت له مرګه مخکې یې ووایم. نن زه مړ یم،تر تورو خاورو لاندې پروت یم، دا پوښتنه زما اوس هم په ذهن کې ده، ايا ځواب به ولري!؟ تاسې به یې را ځواب کړئ!؟
ما خو خپل ملت ته لیکل، زه خپلو ووژلم،نن په پردي وطن کې خښ یم، ما خپل ګڼئ، که نه!؟ زه درته څنګه ښکارم، غلام خو به مې نه بولئ!؟ بېرته مې در وړئ کنه!؟ما خو خپل ملت ته لیکل؛.

ما خو خپل ملت ته لیکل، زه خپلو ووژلم،نن په پردي وطن کې خښ یم، ما خپل ګڼئ، که نه!؟ زه درته څنګه ښکارم، غلام خو به مې نه بولئ!؟ بېرته مې در وړئ کنه!؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د