افغانستان

پېښور : د ولسي جرګې یو وکیل پر یوې ډمې جنسي تیری کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۱۲مه ۱۳۹۵ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې د افغانستان د ولسي جرګې یو وکیل پر یوې ډمې جنسي تیری کړی او بیا له سیمې تښتیدلی دی.

پاکستاني رسنیو، ډان نیوز، ایکسپریس ټریبیون او ایکسپریس د پېښور ښار اړوند د حیات اباد پولیسو له قوله لیکلي چې دغه پېښه د چهارشنبې په شپه رامنځته شوې ده.

پولیسو ویلي چې یادې ډمې د قضیې ثبتونې پر مهال ادعا کړې چې شیرعلي د ناظرخان زوی نوموړې کور ته د پروګرام کولو لپاره حیات اباد فیز ۳ ته بوتلله.

نوموړې زیاته کړې چې کله نوموړې د شیرعلي کور ته ورغلله، نو کور کې څوک نه و خو شیرعلي ډاډ ورکاوه چې میلمانه اوس راځي.

shir ali
د ولسي جرګې وکیل، شیرعلي احمدزی

یادې ډمې ویلي چې کله کور ته دننه شوله، شیرعلي پرې جبري جنسي تیری وکړ او بیا یې نوموړې پرېښودله.

د پېښور د حیات اباد د پولیسو مشر عباد وزیر وايي چې د قضیې تر ثبتونې وروسته یې د نوموړي په کور چاپه اچولې خو تورن شیرعلي له سیمې تښتیدلی و.

د پولیسو یو بل مشر حسن افضل ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې دوی د تورن شیرعلي موټرچلوونکی جمعه ګل، اشپز فضل احمد، د کور ساتونکی او یو کلاشینکوف نیولي دي.

پولیسو ادعا کړې چې دغه کور شیرعلي په کرایه نیولی او له کوره یې د نوموړي پاسپورت او د ولسي جرګې کارت موندلی دی.

دوی وايي چې دوی د دغو اسنادو په اړه څېړنې کوي چې اصلي دي که جعلي او هم يې ښځه د طبي معایناتو لپاره روغتون ته لېږلې ده.

شیرعلي احمدزي تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د یادونې وړ ده چې شیرعلي احمدزی د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د کوچیانو استازی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x