نړۍ

د مصر فوځ سیاسي ګوندونو ته 48 ساعته وخت ورکړی

نن ټکی آسیا: د مصر فوځ په هیواد کي د روان سیاسي مشکلاتو د حل لپاره سیاسي ګوندونو ته 48 ساعته وخت نور ورکړی تر څو خپل منځو کي سره کښينې، او روان سیاسي کړکیچ د خبرو له لاري حل کړي.

د فوځ په وروستي بیان کي راغلي چي مصري فوځ یو ځل بیا خپله خبره تکراروي تر څو د مصر د خلګو غوښتني ومنل شي، او ددې لپاره 48 ساعته د وروستي فرصت په توګه سیاسي چارواکو ته ورکوي چي ددغه تاریخي پړاو په اړه څه پریکړه وکړي.

او زیاته کړې چي که د مصر د خلګو خبره ونه منل شي او د هغوی غوښتني عملي نه شي نو د وخت تیردو سره به دوی خپل وطني او تاریخي مسؤولیت ته په کتو سره پریکړه وکړي او د مصر د راتلونکي نقشه به خپله جوړه کړي، چي په هغو کي به ټول سیاسي، دیني او اجتماعي ټولني او ګوندونه شامل وي.

د مصر د فوځ په بیان کي چي نن د رسمي تلویزون او راډیو څخه نشر سو، په کښي ویل شوي چي مخکي هم مونږ یوه اونۍ وخت ور کړی وو، خو داسي ښکاري چي څومره وخت تیریږي هغومره د مصري ولس تر منځ تفرقه زیاتیږي.

باید وویل شي چي په مصر کي د انقلاب وروسته د کله نه چي د اخوان المسلمین ګوند حکومت جوړ سوی، د هغه راهیسي د حکومت په ضد لاریونونه تر اوسه دوام لري چي په دې ورستیو کي خپل اوج ته رسیدلی او هري ډلي خپل خپل حامیان سړکونو ته را ایستلي، او مظاهري او لاریونونه یې پیل کړي دي، چي له کبله یې د دواړو خواوو تر منځ د خپلمنځي جګړو او شخړو خطره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x