د نن سرلیکنه

د شپیتو بړیڅو ورځ په ورځ کمی دی – سرليكنه

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه:

له څو ورځو راهیسې په کابل کې د ګډ حکومت نیمګړې کابینې چارواکې یو په بل پسې له خپلو دندو استعفاوې ورکوي.

تر اوسه پوري له خپلو دندو څخه د مستعفي شویو چارواکو شمیر څلورو تنو ته رسیدلی او داسې ګونګوسې دي چې یو شمیر نور د کابینې غړي او د ولسمشر سلاکاران هم غواړي خپلې دندې پریږدي.

شنونکي د یادو چارواکو د استعفاوو لامل په هغوی باندې د حکومت د مشرانو فشار او په خپلو کارونو کې د هغوی نیمګړتیاوې بولي ، خو پردې لاملونو سربیره د حکومت جوړوونکي (امریکایان) هم په افغانستان کې د مزیدې نا امنۍ او په حکومتي کچه د بي ثباتي ایجادولو په غرض قصدا داسې کړنې تر سره کوي چې د ګډ حکومت د اضطراب او فاشل کیدو لامل وګرځي.

څو ورځي وړاندې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادراې مشر جیمز کلیپر په واشنګټن کې د سنا جرګې غونډې په خپلو څرګندونو کې د ګډ حکومت د سیاسي سقوط د پیشبیني خبره وکړه او و یې ویل چې د ملي یووالي حکومت له سختو امنیتي او اقتصادي چلینجونو سره مخ دی چې ښايي د روان ۲۰۱۶ کال تر پایه پوري سقوط وکړي .

همدا راز امریکايي پوځي چارواکي هم هره ورځ د موسم په تودیدو سره په هیواد کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو ګواښونه ورکوي.

اوس پوښتنه دا ده چې هغه حکومت چې هم د خپلو مؤسسینو، هم د هغه د داخلي اعضاوو او هم د هغه د مخالفینو لخوا تر ګواښ لاندې وي څرنګه به د بقاء چانس ولري؟

که څه هم چې د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني څه موده وړاندې روان کال د خپل حکومت د بقاء کال وباله ، خو د معمول له مخې د نوموړي هره خبره د هغې مخالف او عکسي مفهوم افاده کوي؛ ځکه په تیر یوه نیم کال کې چې ده په خپلو خبرو کې ولس ته کومې خبرې کړې او یايي د کوم مثبت عمل ژمنې ورکړې هغو ټولو منفي نتیجه ورکړې او د ده ژمنې په منفې ډول پوره شوي .

د حکومت د مسلکي کابینې له جوړولو نیولي، تر اداري اصلاحاتو ، د فساد له منځه وړل ، امنیت تأمنیول ، د خلګو د سترخوان ډکول او … له سلګونو ژمنو څخه یې د نمونې په ډول هم تر اوسه یوه نه ده عملي شوې.

عملي څه چې خپله کابینه یې د ښاغلي تاج محمد جاهد په څیر د غیر مسلکي اشخاصو په را یوځای کولو هم نه دی توانیدلی.

کوم کسان چې تر اوسه د حکومت له کابینې څخه وتلي ښايي هغوی د خپل ضمیر دې قضاوت قانع کړي وي چې په داسې حکومت کې چې تر اصلاح یې فساد ډیر دی کار کول د هیواد او ولس له ټولو ملي او وطني مصالحو سره منافي عمل دی.

خدای دې وکړې د دې حکومت پاتې غړیو او په سر کې یې دواړو مشرانو ته هم دا احساس ورنصیب کړي چې په خپلو کړو باندې خپل ضمیر او بیا ځوریدلي افغان ولس ته د سالم قضاوت کولو حق ورکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x