
پېښور: د موږک د سر قیمت ۳۰۰ کلدارې ايښودل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د پېښور ښار چارواکي له موږکانو پوزې ته راغلي او له همدې کبله یې پر سر ۳۰۰ روپۍ انعام ايښي دي.
ډان نیوز پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چې د پېښور د ولسوالۍ مسوولینو وروسته اوس د کینټ یا نظامي سیمې چارواکو د موږکانو په هدفي وژنې ۳۰۰ روپۍ انعام اېښی دی.
راپور زیاتوي چې هر څوک یو موږک و وژني، سیمهییز حکومت ورته ۳۰۰ روپۍ انعام ورکوي او څومره چې د موږکانو شمېر زیاتیږي هومره یې انعام هم زیاتیږی.
تر دې وړاندې د پېښور ښار حکومت د یوه موږک د وژنې پر سر ۲۵ روپۍ انعام اعلان کړی و او تر هغه وروسته یې ښاریانو ته په ښار کې ځانګړي ځایونه تعین کړي وو چې د موږک تر وژنې وروسته د دغو ځایونو ته مقتول ور وړي او خپل انعام دې ترلاسه کړی.
DEEEEEEEEEEEEEEEER AAAAAAAAAAAAAla.
Aaks ta mi deer wakhandal.
Koor mo wadan pa da sha intekhab.
Khosh hala oosai