ورزش

هند مات شو؛ ویسټ انډيز پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۱۲مه ۱۳۹۵ل): په یوه زړه وړونکې او سختې سیالۍ ویسټ انډيز کرکيټ لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت.

ویسټ انډیز لوبغاړو یو ځل بیا نه مننونکې لوبه وکړله او هند ته یې لوړ هدف ۱۹۳ د وروستي اور په ۴ بال پوره کړ.

څه ډول چې نن ویسټ انډيز توپوهنه پیل کړله، داسې انګېرل کېدله چې ښايي هند لوبه ډیره په اسانۍ وګټي.

کریس ګیل چې د ویسټ انډيز سترګې ورته دي، په دوهم اور کې د بومرا په بال په یواځې ۵ منډو وسوځېد. سمویلز هم ۸ منډې جوړې کړلې.

خو وروسته چارلس د سایمنز سره مسوولانه لوبه پیل کړله. ۹۷ ګډې منډې يې پیل کړې. چارلس ۵۲ منډو باندې د ویرات کولي په بال وسوځېد.

تر چارلس وروسته بل مسوول ال راونډر انډر رسیل لوبې ته راغی. رسیل د هندي توپ وهونکو څخه لاره ورکه کړله. هغه په یواځې ۲۰ بالونو ۴۳ منډې جوړې کړلې. همدا راز سمویلز چې نن ورسره درې ځل بخت یاري وکړله په ۵۱ بالونو يې ۸۲ منډې جوړې کړلې. سمویلز لومړنی چانس د اشوین په بال وخوړ چې کیچ وسوځېد، خو وروسته درېیم امپایر نوبال ورکړ. وروسته بیا کیچ شو، خو هغه هم نوبال و او درېیم ځل د باونډرۍ پر کیچ شو، خو د جدیجا پښه ډيره کمه له باونډرۍ سره لګېدلې وه او شپږیزه شوه.

تر دې وړاندې هند د ویرات کولي، روهیت شرما او راهنې د تېزې توپوهنې پر مټ ۱۹۲ منډې جوړې کړې.

ویرات کولي د تېر په څېر یو ځل بیا وځلېد، هغه په ۴۷ بالونو ۸۹ منډې جوړې کړې. سربېره پر دې يې یوه ویکټ هم واخېستله.

د یادونې وړ ده چې ویسټ انډيز تر دې وړاندې د افغانستان پر وړاندې په ۶ منډو ماتې خوړلې وه.

ویسټ انډيز به پایلوبه کې د انګلستان سره د اپریل په درېیمه مخامخیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x