خبرتیاوی او پیغامونهپښتو کتابونه

د شهرت ننګیال شهکار اثر «۱۲ګرامه ماغزه» پر لیکه شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د هېواد د وتلي لیکوال شهرت ننګیال شهکار اثر ۱۲ګرامه ماغزه پر لیکه شو.

دغه اثر چې نن ټکی اسیا ته د ایمیل له لارې را رسیدلی دی، په ۷۷۱ مخونو کې د روس پر مهال د جهاد او د کورنیو جګړو په اړه د ښاغلي ننګیال یادښتونه، انګېرنې، خاطرې او یونلیکونه په کې لیکل شوي دي.

کتاب د دانش خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شوی دی او په افغانستان کې یې خورا دروند استقبال شوی دی.

تاسو کولای شئ د لاندې لینک څخه کتاب کمپیوتر ته ښکته کړئ.

https://archive.org/details/12GeramaMaghza

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ما خو دا کتاب خال خال وکوت او ټول به هم د فهرست د جالبو مندرجاتو له مخی لولم ان شاالله خو اول: د کتاب د سرلیک په معنی پوه نه شوم، ډیر کوښښ مې وکړ چې 12 (دوولس) د ( د وولس په دود ولولم) خو مابعد د توزین مقیاس (ګرام) کار خرابوي، په هر حال ګوندې وي چې د کتاب په منځ کې چېرته ذکر وي. دوهم: پښتو یې خواره ده، انګریزي او د ډیورنډ پولې هاخوا ناپښتو مصطلحات پکې کارېدلي دي، دریم: دا چې خپله ننګیان صیب په خپل کړي جهاد څومره پښیمانه دی، له وخته ډیره… نور لوستل »

بیچار

ننګیال هم د قانع دسیکې دوهم مخ دی، دومره دروند اوموزون شخصیت نلري، کله ښه لیکي، کله بد، په دې کې به يې هم شنه لوټونه له چاپورته کړي وي، سبابه بدهم لیکي بیابه ځواانان څنګه راګرځوو، يو وخت عصمت قانع د دولت اویرغل خلاف په نوښت مجله کې زموږ د ذوق شیان لیکلی خو اوس…. داخلګ ژ من او ومتدین خلګ نه دي، هره شیبه بې باوره دي، په کتاب کې دګیلم جمو بد له دې امله ویلي، چې ده يې کړولای، که شنه لوټونه ورکړې وای، بيابه يې دقوماندان عبدالحق غوندي ستایلي وړ، څوک چې دغربي استعمار ګوډاګي… نور لوستل »

میرافغان

الله ج دې اوږد ژوند ورکړي او پر ګوتو او قلم دې برکت شي الله ج دې اجر عظیم ورکړي۔

ملا جانان

دا چي لوستونکي د لیکوال لیکنو ته ټاکلي معیارات ټاکي د عامه ولسي ویښتابه نښه ده. خو لیکوال زیار ایستلی دی دومره پنډ پنډ درې کتابه یې ځني جوړ کړي دي. موږ چي دا دوې جملې کمنټ لیکو لا هر اړخیز عدالت او د حق طرفداري مرائتول خورا ګرانه راته ښکاري. دا خو دومره پنډ اثر دی، حتماً به ځای ځای طرف ځني نیول سوی وي، یا به تبعیضي چلند ځني سوی وي. انسان ضعیف دی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x