د شهرت ننګیال شهکار اثر «۱۲ګرامه ماغزه» پر لیکه شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د هېواد د وتلي لیکوال شهرت ننګیال شهکار اثر ۱۲ګرامه ماغزه پر لیکه شو.

دغه اثر چې نن ټکی اسیا ته د ایمیل له لارې را رسیدلی دی، په ۷۷۱ مخونو کې د روس پر مهال د جهاد او د کورنیو جګړو په اړه د ښاغلي ننګیال یادښتونه، انګېرنې، خاطرې او یونلیکونه په کې لیکل شوي دي.

کتاب د دانش خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شوی دی او په افغانستان کې یې خورا دروند استقبال شوی دی.

تاسو کولای شئ د لاندې لینک څخه کتاب کمپیوتر ته ښکته کړئ.

https://archive.org/details/12GeramaMaghza

تبصرې (2)

  • ما خو دا کتاب خال خال وکوت او ټول به هم د فهرست د جالبو مندرجاتو له مخی لولم ان شاالله

    خو

    اول:

    د کتاب د سرلیک په معنی پوه نه شوم، ډیر کوښښ مې وکړ چې 12 (دوولس) د ( د وولس په دود ولولم) خو مابعد د توزین مقیاس (ګرام) کار خرابوي، په هر حال ګوندې وي چې د کتاب په منځ کې چېرته ذکر وي.

    دوهم:

    پښتو یې خواره ده، انګریزي او د ډیورنډ پولې هاخوا ناپښتو مصطلحات پکې کارېدلي دي،

    دریم:

    دا چې خپله ننګیان صیب په خپل کړي جهاد څومره پښیمانه دی، له وخته ډیره مخکې قضاوت دی، خدای وکړي د ټول کتاب لوست لوستونکي ته دا انګیزه ورنکړي، آمین

  • ننګیال هم د قانع دسیکې دوهم مخ دی، دومره دروند اوموزون شخصیت نلري، کله ښه لیکي، کله بد، په دې کې به يې هم شنه لوټونه له چاپورته کړي وي، سبابه بدهم لیکي بیابه ځواانان څنګه راګرځوو، يو وخت عصمت قانع د دولت اویرغل خلاف په نوښت مجله کې زموږ د ذوق شیان لیکلی خو اوس....
    داخلګ ژ من او ومتدین خلګ نه دي، هره شیبه بې باوره دي، په کتاب کې دګیلم جمو بد له دې امله ویلي، چې ده يې کړولای، که شنه لوټونه ورکړې وای، بيابه يې دقوماندان عبدالحق غوندي ستایلي وړ، څوک چې دغربي استعمار ګوډاګي او دبې کاره سیرت سمبول و.....