طنــزونه
ډېر ډېر به وخاندو /لیکوال :ذکریا تامر/ ژباړه : شرر ساپی

له ورځو نه یوه ورځ مې مېرمن په خپل پخلنځې کې ستړې شوه ، یو هوټل ته لاړو ، په ډوډۍ خوړولو مو لا شروع نه وه کړې چې پولیسو هوټل کلابند کړ، ترش تندي په زوره راننوتل ، موږ پسې یې سخته پلټنه وکړه، خو موږ یې ونه موندلو ، ځکه چې زه چاکو شوی وم ، اومېرمن مې له اوبو ډک ښیښی ګیلاس ګرځیدلې وه ، هغه وخت مو ډېر زیات وخندل کله چې له هوټل څخه نهېلې ووتل ، له ورځو نه یوه ورځ په لویه لار کې روان و چې د خلکو او موټرو ډېره ګڼه ګوڼه پکې وه ، یوې خوا بلې خوا هټیوالو ته د اړتیاو د رانیولو لپاره وروګرځيدو ، ناڅاپه لویې لارې ته پولیس راننوتل ، په سلګونو سړي او مېرمنې یې بندیانې کړې ، خو موږ یې ونه شو نیولی ځکه چې زه دیوال شوم او مېرمن مې په دغه دیوال لګیدلی رنګه اعلان شو ، د دوی له بیعقلۍ نه مو ډېر وخندل ، له ورځو نه یوه ورځ هدیرې ته د خپلې مور زیارت ته لاړو پولیسو په هدیره برید وکړ ، زما مور یې ونیوله ، زموږ په نیولو کې پاتې راغلل ځکه چې زه په قبر باندې په تور رنګ د لیکل شویو ساندو توري شوم ، او مېرمن مې د قبر د پاسه د مړواو ګلونه ګيډې وګرځېده ، د هغوی له سادګۍ نه مو ډېر وخندل.
له ورځو نه یوه ورځ ، روغتون ته لاړو له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځایدو ، مېرمن مې د نهو میاشتو وه ، د زیږون موده یې رالنډه شوې وه ، دا چې څنګه د ماشوم خوله د مور ډکې سېنې ته ورسیده سم له واره پولیس په روغتون راننوتل ، خو موږ ته له رسیدو نه پاتې راغلل ځکې چې زه سپین خیرن څادر وګرځیدم ، او مېرمن مې د جامو د ارمارۍ هینداره شوه او ماشوم مو د امبولانس هارند شو ، د دوی له غفلت نه مو ډېر زیات وخندل ، او تر اوسه خاندو.