
غزل: عبدالفتاح فاتح
عبدالفتاح فاتح
نه مې هیریږي ته مې سترګو کې غړیږې اشنا
زه چې قدم پر قدم ږدم ته رایادیږې اشنا
د زنکدن په وخت مې هم له یاده ونه وتې
زما پر شونډو کلمې را تکراریږې اشنا
نن چې مې سترګو کې د اوښکو ډیوې بلې پاتې
نن مې د خیال پر شاړه دښته را اوریږې اشنا
زما د سترګو د اوبو څپو دې یووړ تصویر
زما د سترګو په هیندارو کې نڅیږې اشنا
یاره ته هم د شیش محلو په کوڅو کې لوی شوې
اوس د فاتح پر خټین کلي نه تیریږې اشنا