fbpx

افغانستان کې زومبا ورزش؛ د فساد نوې دروازه !

ليک: عبيدالله ساحل

سره له دې، چې پخپله کومه لوبه نه کوم خو د خپل وطن له کلتوري لوبو سره ډيره مينه لرم، کله چې د لوبې سيالۍ وي که فرصت راسره وي نو ضرور ورته ځم او سيال يې کوم، لوبه له يوې خوا صحت ته فايده رسوي او له بلې خوا ذهن ډیر زيات فعاله کوي، کسالت او سستي له منځه وړي، انسان کې نشاط پيدا کوي، لوبغاړي او ورزش کاران له ورايه صحتمند او چالاکه ښکاري، په کار داده، چې انسان د خپل ژوند په مهال ويش کې يو وخت ضرور لوبې او ورزش ته ورکړي، ځکه چې لوبه او ورزش د روغ صحت ضامن دي او روغ صحت د سليم عقل ضامن.

له بده مرغه زموږ بې چاره هيواد په داسې يو دردناک او ريږديدلي حالت کې واقع دی، چې هېڅ ملي ارزښتونو او کلتوريزو کړنو ته پام نه کوي، د دې پر ځای چې د هيواد کلتوري لوبې رايج کړي، د پلرنی لوبو ياد راتازه کړي نو د لوبې او ورزش په پلمه د پيغلو انجونو د نڅا او ګډا لپاره داسې لوبې په لاره اچوي، چې نه يوازې د کلتوري لوبو سره منافي لوبه وي، بلکې د بربنډتوب او بې حايې ښکاره بېلګه وي.

وړمه ورځ مې د بې بې سي . پشتو په ويب پاڼه کې د (    زومبا      )  پر ورزش ترتيب شوی راپور وکاته، حک حيران شوم، چې دا څه روان دي، د افغاني انجونو بې شرمه او له حيا وتلې نڅا او ګډيدا ته موږ هم ورزش او لوبه وايو، هلته چې يو عشقي ساز په لوړ غږ چالان وي او په نازک، چسپ لباس او سرتور سر ورته پيغلې انجونې څرخونه خوري، دا کوم سپورټ او کومه لوبه شوه؟  که دغه سپورت يوازې د نارينه وو لپاره وای نو بيا هم موږ به په خوله لاس ايښې وای، دلته خو قضيه د افغاني ناموس ده، يوازې د يو څو لنډغرو او په ځان مينو مبتذلو پيغلو له لاسه زموږ د افغاني ټولنې ټول رنګ پيکه کيږي، حيثيت او شان يې تباه کيږي.

د لوبې په ميدان کې څلور خواوو ته رنګارنګ لوڅ او نيمه لوڅ انځورونه راځړيدلې وي، د تعمير په څلورو کنجونو کې د دروند او لوړ غږ والا لاوډسپيکرونه نصب وي،

مخامخ په پراخه شيشه د غربي پيغلو نڅا او ګډيدا چالان وي، د انګليسي ژبې ساز په لوړ غږ لګيدلی وی، دوي سکرين ته ګوري د همهغوي په تقليد څرخونه خوري او لګيدلی ساز يې وجد او جوش نور هم راپاروي او زياتوي.

دا په دې معنی نه، چې ګوندې د ښځو د لوبې مخالفت کوو، ښځې د يوې شرعي پردې تر سيورې لاندې په يو مناسب لباس کې کولی شي، چې د خپل صحت د پياړتيا او سلامتيا لپاره لوبه او ورزش وکړي، پيغمبر صلی الله عليه وسلم څو څو ځلې د خپلې بي بي سره د ځغاستې سيالي کړيده، ان تر دې چې کله به دی ګټونکی وو او کله يې بي بي.

يوه ورځ صحابه کرامو د غشو ويشتلو لوبه کوله، دغه لوبه د نبي کريم صلی الله زياته خوښه وه، نو بي بي عايشې ته يې هم وويل، چې راشه زما تر شا کينه او د لوبې سيال وکړه. هغه مبارک خپله بي بي د لوبې د سيال لپاره له ځان سره د لوبې لوبغالي ته وړې وه، خو د شرعي ستر او پردې په سيورې کې؛ اسلام چې پر ښځه څومره زړه خوږی او لوراند دی هومره بل هېڅوک پر ښځه ندي، خو داچې د يو ړوند تقليد له لارې موږ د خپل منهج پر خلاف د غرب له لويدلي تهذيب او تمدن نه يوې واردې شوې سپکې او بربنډې لوبې ته خپلې پيغلې راوړاندې کوو، ډيره د خجالت او درد خبره ده.

که نن موږ د کابل په غيږ کې د (زومبا) پر لوبه چوپ پاتې شو، دا په دې مانا چې اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو زموږ له فکر او خياله الوت کړی.

ازاد خيالي او روڼ انديتوب هم تر يو بريده پورې؛ شايد ډيرو ته به پر دغه لوبه نيوکه له روڼ اندۍ وتلې ښکاره شي او فکر به وکړي، چې د مدرسې له کونج نه غږيږي، خو پداسې حال کې چې د نړۍ له عصريتوب او معياريتوب نه ښه خبر يم، خو دا نه عصريتوب دی، نه تمدن دی، نه روشنفکري ده او نه هم معياريتوب…!!

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
(محمد عبدالله)
میلمه
(محمد عبدالله)

لیکوال صاحب مننه لیکنه دی یو سه پر زای اما دا چی دننی دور روشنفکری (کودن فکری)اصطلاح دی ددغو کارونو څخه برات ورکړی دا نو سم کار نده ځکه چی همدا دمتوب اولغړ ګدیدا هم دننی دور په اصطلاح روشنفکری (Illuminati,Illumine) دجال پرستی او عصریتوب او د تمدن او پیشرفت دعوج او عروج اوله پایه یا ستیپ ده او داسی نده چی دا کارونه خراب او روشنفکری خه وی یا سره جلا اویا هم تضاد وی بلکی (روشنفکری،عصریتوب،ازادی،ننی دور تمدن،اونور) معادل اومساوی ده یا هم نتیجه یی(دمتوب، همجنس ودونه ،روبوتونه،دموکراسی،غلامی،دمظلومانو وینه تویول او زبیخل،اودمومنینو تحقیرول) هو دوی دتمدن او دموکراسی… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

لوبه کول او له لوبی د نمایش جوړول دوه بیل ماهیتونه دی . کله چی موږ وایو چی د ورزش کول د انسان صحت ته ګټه لری دا دا معنی یعنی هغه کسان چی لوبه کوی دا لوبه یا ورزش د هغو کسانو صحت ته ګټه کوی کوم چی دا لوبه کوی دا پدی معنی نه ده چی دا لوبه د هغو کسانو صحت ته هم ګټه کوی کوم چی د نوموړی لوبی تماشا کوی بلکی برعکس هغه خلک چی د نوموړو لوبو یواځی تماشا کوی دا لوبی د هغوی صحت ته ‌‌‌‌‌‌ډیر زیان رسوی . دا ‌‌‌‌‌‌ډول کسان په… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

خلاصه دلته هدف دادی چی بخبله لوبه لوبغاړی ته کوم زیان نلری بلکی برعکس د لوبی کول د لوبغاړی صحت ته ډیره ګټه رسوی خو کوم لیدونکی چی نوموړی لوبه تماشا کوی د هغوی لپاره دا لوبه ممکن په ډیرو روحی تکلیفونو بدله شی . حتی زموږ او تاسی همدا د کرکټ لوبه هم د تماشاچیانو باندی همداسی روانی تاثیر کوی . تاسی پخپله فکر وکړی چی کله کوم ماشوم د تلویزیون په پرده باندی د کرکټ لوبه تماشا کوی او مخکی له مخکی نوموړی ماشوم ته دا تبلیغ هم شوی وی چی دا لوبه زموږ د هیواد لپاره ډیره… نور لوستل »