نظــر

زما څه ګناه وه؟!!!

 حماد نیازی

له نن نه څو کلونه مخکې مې یو لیکوال ملګري، مولوي عبد الرحیم غیاث د تکړه لیکوال او انجینر عبد الله ګل ریان صاحب ډېر صفتونه راته کړې ول. د عبد الله ګل ریان صاحب نیک اخلاق، تکړه لیکوالي او ژوره پوهه زما د ملګري زړه وړی و او ریان صاحب ته یې په خپل زړه کې ځای ورکړی و.

په لمړي ځل وینم چې ملګری مې د کتاب ژباړلو ته مټې رابډوهلې دي او کتاب ژباړي… ډېر ډاډه دی، ښه په کلک عزم یې د کتاب لیکلو او ژباړلو ته ملا تړلې، نه پوهېدم چې دا زما ملګری څنګه یو دم بدل شو، څنګه یې پر ځان دومره ډاډ پیدا کړ چې اوس کتاب ليکي، پاڼې توروي او صدقیه جاریه پرېږدې؟

خو کله چې هغه راته کیسه پیل کړه، د انجینر عبد الله ګل ریان په نوم د یو لیکوال ستاینه یې شروع کړه: انجنير صاحب ډېر تقواداره شخصیت دی، د یو بې نمونې اخلاص څښتن دی… چې کله به د سیمې طالبان د انجنیر صاحب کور ته د زده کړې لپاره ورتللو نو انجنیر صاحب به لمړی کورته ته نووت د کورنۍ سیاسرې او ماشومان به یې یوې کوټې ته کړل او د کور دننه کوټه به یې طالبانو او خپلو شاګردانو ته خلاصه کړه، درس به یې ورکاوه او د پوهې ريښې به یې غزولې، زما ملګري ویل آن داسي وخت به هم راغلو چې دوه درې ډلې طالبان به د انجنیر صاحب کورته راتلل او انجنیر به د میلمنو د کوټې د نه شتون له کبله د کور په کومه کوټه کې هغوی ته درس ورکاوه.

ملګري مې د انجنير صاحب په اړه خورا ډېرې خبرې راته کړې دي، چې زما په ذهن کې یې ځای پیدا کړی و، ملګري مې (مولوي غیاث) ویل چې انجنیر صاحب په سیرت کې دومره ژور مالومات لري، چې شاید ځینې ملایان یې هم ونه لري… زما له ملګري سره د انجنیر صاحب هغه کتاب چې د سیرت په اړه یې لیکلی و هم شتون لاره.

د انجنیر صاحب ډېرې خوږې او له مبالغې پرته خبرې مې اورېدلې دي چې په لیکلو یې خوند اخلم خو ويریږم چې هسې نه مضمون رانه اوږد شي، یواځې یو دوه به یې ولیکم او په همدې به اکتفا وکړو.

مولوي غیاث صاحب ویل: انجنیر صاحب د اسلامي امارت په مهال امریکا ته په یو رسمي سفر تلی و، انجنیر صاحب ویل چې په امریکا کې یوه امريکايي راته میلمستیا وکړه، زه او زما بل ملګری د هغه د کور په لور روان شوو، چې کورته یې ورغلو دروازه کې د کور د څښتن میرمن ولاړوه او غوښتل یې چې د ميلمه پالنې په دود له موږ سره په لاس روغبړ وکړي، وای ما ملګري ته ویل همدا یې ځای دی چې باید خپل اسلامیت ښکاره کړو! په دواړو لاسو کې مو راسره اخيستي څیزونه ونیول او لاسونه مو مشغول کړل، د کور مېرمنې ته نېږدې شوو او په غږ مو روغبړ سره وکړ… دې کیسې ماته د انجنیر د ديانت درجه راښودلې وه.

انجنیر صاحب د لویو بزرګانو په خدمت کې پاتي شوی دی او د هغوی له دوعاګانو او شفقتونو څخه برخمن شوی دی، انجنیر صاحب د کابل حضرت صاحب رحمه الله مرید او خواخوږی و… انجنیر صاحب د تصوفو په اړه د »تصوف زرينې لړۍ« په نوم هم یو کتاب لیکلی چې ما ډېر په خوا لوستی دی، چې خورا خوندور کتاب دی.

زما ملګري ته انجنیر صاحب ځکه دومره ګران و چې د انجنیر صاحب او د هغه د درنو ځامنو له برکته نومړی د قلم څښتن شوی و، کتابونه یې ليکلي ول او محترم انجنیر صاحب مې ملګری پر ليکوالي هڅولی و.

ما به همېشه د انجنیر صاحب په هکله فکرونه وهل، چې څنګه به یې وینم؟ څنګه شخصیت به وي او…؟! خو ښه و چې کله مې په ۲۰۱۳م کال کې فېسبوک خلاص کړ، د انجنیر عبد الله ګل ریان صاحب له ملګرتیا برخمن شوم، د هغه هره لیکنه به مې خورا په ژور فکر لوستله او ډېر څه به مې ترې زده کول. انجنیر صاحب رښتيا هم مخلص انسان و چې کله ناکله به زما پېژنيال ته راته او د لیکدود او نورو خبرو په اړه به یې اړینې مشورې او سپارښتنې راته کولې.
بس اوس نو مې د ملګري په ټولو خبرو پوره یقین شو او انجنیر صاحب مې له نېږدې مطالعه کړ.

څو ورځې وړاندي خبر شوم چې د انجنیر صاحب ګران ځوی، لیکوال ځوی، اديب ځوی او زیرک ځوی بشیر احمد ریان د کندهار اوباشانو د پوهې او زده کړې دښمنانو د کندهار پوهنتون له غېږې لري کړی او له ځان سره یې وړی دی چې له درې میاشتو پرلپسې شکنجو او ډول_ډول ظلمونو پس یې په شهادت رسولی دی. انا لله وانا الیه راجعون
د شهید ریان د شهادت انځور مې ولید، پر سنتو برابره ږېره، نوراني مخ او د یوې دنیا ارام او خوب په حالت کې و، هېڅ مې زړه نه منله چې بشیر جان دي شهید شوی وي او دا دي یې د شهادت انځور وي، هېڅ مې زړه نه منله چې د بشیر جان غوندې یو بې ازاره خادم، لیکوال او زده کړیال دي څوک شهید کړي، ریان خو زموږ د ټولو سرمایه وه، ریان خو زموږ ټولو لپاره تیاره ګټه وه، ولي داسي وحشیان پیدا شول چې دا سرمایه او ګټه یې رانه يووړه؟

ریان پرته له دې چې افغان ملت ته یې د قلم په څوکه خدمت کړی و او په ۲۲ کلونو کې یې نېږدې ۲۰ کتابونه ليکلي ول، څه ګناه کړې وه؟

ریان خو پر زده کړو مین و او د همدې لپاره یې د پوهنتون غیږې ته ځان رسولی و، دې ظالمانو ولي دا تنکی ځوان شهید کړ؟ ولي یې هغه نه پرېښود چې د بې وزله افغانانو ټولنې ته نور خدمت هم وکړي؟ او ولي…؟!!!

د پښتو متل دی وای سل دي ومره یو دې مه مره، د ریان جان شهادت د دې متل کټ مټ مصداق دی، ريان په یواځې ځان د سلو نفرو خدمت کاوه، ریان د ټولنې د نیکمرغه کولو لپاره پر ځان خوب ارام کړی و، ریان… خو ځینو په درانه خوب ویده ځناورو د پردیو په اشاره پر افغانانو ریان هم ونه لورید او د ځینو مادي ګټو لپاره یې دا تنکی زلمی، تکړه لیکوال او ادیب په شهادت ورساوه.

زه د ریان شهادت دومره زورولی یم چې د ډېرو لیکلو توان نه لرم، یواځې یوه خبره کوم چې نن د ریان اروا چيغې وهي چې زما څه ګناه وه؟!!!

ایا څوک یې ځواب ویلای شي؟!!!

د شهید ریان د پلار عبد الله ګل ریان هغې لیکنې چې د خپل ځوی د شهادت په هکله یې لیکلې وه لاپسې خفه کړم او په لمړي ځل مې واوریدل چې انجنیر صاحب له سرطان وژونکي ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی، سخت یې ودردولم او غمونه راباندې دوه شول، له ټولو وروڼو جدي غوښتنه کوم چې انجنیر صاحب ته د زړه له تله لاسونه لپه کړي، چې خدای جل جلاله کامله شفا ورنصیب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x