
«په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون د څرنګوالي پرېکړه یوازې امریکايي چارواکي کوي»
نن ټکی اسیا (جمعه، وري۱۳مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ ویاندمرستیال، سیدظفرشاه رويي په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړه کې د امریکايي ځواکونو شتون موثر او ګټور بولي.
ظفرشاه رويي وايي، په راتلونکي کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون د څرنګوالي پرېکړه یوازې امریکايي چارواکو پوره اړه لري.
په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال راهیسې امریکايي ځواکونه مېشت دي. په تېرو شاوخوا پنځلسو کلونو کې جګړه او ناامني د هر کال په تېرېدو سره پراخه شوې ده.
وروستۍ سروې ګانې ښيي چې ۱۳۹۴ل کال له امنیتي نظره له ۲۰۰۱ راهیسې تر ټولو ناامنه کال ګڼل شوی.
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال که څه هم وايي: «هغه اسناد چې د افغانستان حکومت له امریکا او ناټو سره لاسلیک کړي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور څرنګوالی ښيي؛ خو د دوی شتون د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډېر ګټور و؛ ولې په راتلونکي کې د دغو پوځیانو د شتون او څرنګوالي پرېکړه یوازې امریکايي چارواکي کوي».
دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي کارپوهانو په باور، د ۲۰۱۶م کال د اوړي جګړه ښايي ټاکونکې وي.
د غلامی اداری غلام ویاندی د امریکایانو په اړه داسی تمثیل کوی لکه کومه ښځه چه د خپل میړه یادونه کوی زه څه وکړم د هر څه واکی د ماشومانو د پلار په واک کی دی هغه پیاوړتیا لری خلک تری شرمیږی یا ډاریږی زما کار صرف دا چه میړه می څه راته ووایی هغه تر سره کړم کله دغه اداره د یوی فاحشی حیثیت لری ماندینه خو ښه وی یوه میړه ته ځان ښکاره کوی د افغانستان غلامه اداره د ۵۰ ښکاره لونډانو فاحشه ده ( دا چه د بردی شانه نور څومره دی یو الله ج پوهیږی )… نور لوستل »