کابل : دامریکایانو په اکمالاتي مرکز ستر فدایي برید شوی دی

 

 نن سهار وختي څو تنو فدایي مجاهدینو دکابل ښار په ختیخ کې دسوپریم شرکت په نوم دامریکایانو دستر اکمالاتي شرکت په مرکز او دچټک غبرګون د قطعې په مرکز برید پيل کړی دی .

 

راپور وایي په پيل کې یوه فدایی مجاهد د امریکایي شرکت په دروازه کې له باروټو ډک موټر منفجر کړی او وروسته نورو فدایانو دسوپریم شرکت په مرکز او دچټک غبرګون په قومندانۍ باندې برید پیل کړی .

چارواکي وایي په برید کې د ۴ نیپالي ساتونکو په شمول د دشرکت ګڼ ساتونکی له منځه تللي ، خو دمجاهدینو منابع له سیمې وایي ، چې په دغه مرکز کې ۱۴۰ تنو په شاوخوا کې بهرني نظامي او ملکي کارکوونکي چې زیاتره یي امریکایان وو او د امریکایي سره یي دلوژیستیکي اکمال په برخه کې همکاري کوله .

مجاهدین وایي ، په چاودنه او جګړه کې امریکایي شرکت ته سخت ځاني او مالي تلفات رسیدلي او جګړه لاهم دوام لري .

سوپریم شرکت شرکت چې دامریکایانو دپوځي اکمال دنده په غاړه لري په افغانستان کې ترټولو ستر تدارکاتي شرکت دی ، طالبانو تیر کال هم دکابل په شمال کې ددې شرکت یو ستر ګودام په راکټ ویشتلی وو ، او دملینونو ډالرو زیان وراړولی وو ، چې دوه ورځې په کې اور بلیده .

دکابل وروستنی برید چې سهار وختي څلورنیمي بجې پیل شوی ، دملکي تلفات احتمال په کې ځکه نشته چې دغه مهال کابل ښاریان کوڅو ته نه وي راوتلي .

دا برید په داسې مهال کې ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې اته تنه سرښندونکي په موټرونو کې له خپلووسلو سره  ډیرو حساسو سیمو حتی د ارګ تر څنډې ورسیدل او هورې یې په ګڼو حکومتي ودانیو بریدونه وکړل.

اوس چې له برید څخه څو ساعته تیریږي دا نه ده په ډاګه شوې چې جګړه پای ته رسیدلې ده که اوس هم دوام لري؟

سیاسي شنونکي یاد برید د وړمې ورځې دبریدونو په څیر خورا مهم بولي او دا برید په قطر کې د مذاکراتو لپاره افغان حکومت د مجبورولو په موخه د مقدمې بڼه نوموي، او افغان حکومت او نړیواله ټولنه به دې ته وهڅوي چې د قطر په خبرو کې له بیړې او تعجیل نه کار واخلي او هسي په بې معنا غوښتنو خبرې ونه ځنډوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د