نظــر

د شهید بشیر احمد ریان د کورنۍ عزم

لیکوال: انجینر دانش

هسي خو د محترم استاد انجینر عبدالله ګل ریان صیب د باغ ټول ګلان ماشاء الله هر یو خپل ځانګړی مقام لري. خو ځوانیمرګ شهید بشیر احمد ریان بیا د ټولو سر وو. انجینر صاحب دغه ګل د تقوی، اخلاص، لوړ همتۍ، فولادي عزم، لیکوالۍ او د ادب سره د ميني په اوبو داسي لوی کړی ؤ چی په هغه کښي هره نخښه ښه په بشپړه توګه موجوده وه. هغه د ادبیاتو پوهنځۍ ته تر رسیدو وړاندي لا د ادب په نړۍ کښي د امتیازي کتابونو په لیکلو سره خپل ادبي همت او عزم ثابت کړی ؤ. بیا یې هم د سنګر ته تر رسیدو وړاندي لا د شهادت تاج پداسي حال کښي په سر کړ چي درست هیواد یې د معصومیت او مظلومیت په ویر کښي ډوب دی.
شهید بشیر احمد ریان د عالي تحصیلاتو پر بنسټ د آزاد، خپلواک، خوشحاله او اسلامي افغانستان هغه عزم چي د شهید کورنۍ له دریو لسیزو راهیسي کړی ؤ، ته د خپلو سپیڅلو وینو په ډالۍ کولو سره نور هم پیاوړی کړ. د نوموړي پلار چې تکړه ادیب او مجاهد دی پخپله د کمونیستانو په دور کښې د خپلو ذده کړو څخه محروم شوی ؤ او د دغه استقلالي عزم په پاداش کښي په اعدام محکوم شوی وو. البته اجل یې پوره نه وو.

د نوموړي مشرورور چي د امریکایي یرغل په پېل کښي د کابل پوهنتون د طب محصل وو. د یو لړ مظاهرو وروسته دې ته اړشو چي خپل تحصیل ته پای ټکی کښیږدي.

د شهید د کورنۍ عزم بیا هم متزلزل نه شو او د نوموړي یو بل مشر ورور چې د خپلي لیسې اول نمره وو او په جلال آباد پوهنتون کښي یې طب ته د کامیابۍ ورسته خپلو زده کړو ته ادامه ورکوله چي د غرب د داړمارانو او امریکایي ګوډاګیو له لوري د خپل ژوند له ګواښ سره مخ کیدو ورسته په دریم کال کښي هغه هم د خپل اساسي او قانوني حق څخه محروم شؤ.

تاسو فکر وکړئ چې له دومره بيلګو لیدو ورسته به کومه یوه کورنۍ، والدین او پخپله محصل دا اراده او هوډ وکړي چې د تحصیلاتو لپاره دي هم هغه مسیر ته لاړ شي چې یې درې واړه مشران له ډیرو ناخوالو سره مخ شوي ول او زده کړي یې نیمګړي پاته شوي وې.

هو چي عزم متین وي، په الله تعالی یقین وي او هدف لوړ وي نو د شهید بشیراحمد غوندي تنکی ځوان بیا د هیڅ یوه خطر لحاظ نه کوي. او د خپل فکر د پرمختګ هر ممکن کوښښ کوي. ځکه هم نوموړي یو ځل بیا د خپلو مشرانو په څېر د کندهار پوهنتون د ادبیاتو په برخه کښي تحصیلات پېل کړل او خپله ادبي تنده یې اوبه کوله چې د پخوانیو په څېر دی هم د وخت د هغو ظالمانو، جنګسلارانو د قلم او کتاب دښمنانو سره مخامخ شؤ. البته دا ځل د کورنۍ د کشر په حیث نوموړي د خپلي سپیڅلي ویني په قربانۍ سره د پلرني عزم شمله نوره هم اوچته کړه.

الله تعالی دي د شهید کورنۍ، قریبانو، ملګرو ته د زړه صبر ورکړي او مونږ ټولو ته دي د دوۍ د دغه ستر عزم د پېروې توفیق راکړي… آمین

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هجرت هجران

ریان صاحب دی الله ج وبخشی شهید شو خو پلار یی دا سهوه کړی چی دجاهلانو ځای ته یی د درس او تعلیمی زده کړی لفاره لیږلی تا سو فو هیږی چی قندهار فوهنتون کی عالم شته چی انسان ورسخه څه زده کړی او دولتی ادارو کی بنیا دم وجود لری او څوک چی داسی ښکلی په سنتو برابره ږیره ولری دهغه ځای دکابل ادار ه کی شته ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close