نظــر

نني بشردوستان د پرونيو صليبيانو زامن دي!

عبدالرحيم مطمئن

له لومړي صليبي جنګ ورسته کله چې د صليبيانو لښکر له پنځو سوو کلونو ورسته د القدس ښار ته داخل شو؛ سمدلاسه يې د مسلمانانو قتل عام پيل کړ نارينه، ښځې، کوچنيان، بوډاګان ناروغان او معيوبان ټول يې ووژل.

پدې عام وژنه کې تنها سرتيري نه بلکي سرداران او مشران هم شامل وو، ان تر دې چې راهبان او مذهبي لارښوونکي هم پدې بربريت کې شريك شول. هر يو خپل وحشي زړه په بې دفاع مسلمانانو يخ کړ، ښځي ماشومان او بوډاګان هر لوري ته په منډو وو، خو صليبيان لکه د ليوانو په شان په هغوى پسي وو او وژل به يې د مسلمانانو هر کور د کړيکو مرکز وو، ماشومانو به په معصومو سترګو وحشي صليبيانو ته کتل چې ګوندي رحم راباندې وکړي، خو هغوى به په برچو او تورو باندې ټوټي ټوټي کړل. هيڅ چيرې د پناه او امن ځاى نه وو، وارخطا مسلمانانو بلاخره د “حضرت عمر فاروق” ( رض) مسجد ته پناه يوړه ځكه هغوى پوهيدل چې دا د امن او عفوې ځاى دى، دلته به د مسلمانو جنګياليو په شان په مسجد کې په پناه اخيستونکو لاس نه پورته کيږي، نو هغوى له هرې خوا دې لوى مسجد ته راټول شول، نږدي ديرش څلوېښت زره ښځي، ماشومان، بوډاګان او ناروغان دلته راټول شول، دوى ټول وارخطا او غمجن معلوميدل، د باندې چې کومه لوبه روانه وه د هغې چيغي او سورې دوى اوريدلي او په هره چيغه يې زړونه لړزيدل.

صليبي ليوان د دوى تر دروازو راورسيدل تر ټولو لومړى د “ټنګرد” کسان مسجد ته ننوتل، ټنګرد خپلو وحشيانو ته امر وکړ چې د مسجد دروازې بندې او بيا سپاره او پياده کسانو ټولو په مظلومو او بې دفا ښځو او ماشومانو بريدونه پيل کړل، چيغو نارو سورو په دوى کې د رحم احساس راويښ نکړاى شو او په ډېر بربريت باندې يې عام وژنه پيل کړه کوچنيان يې د مندو په وړاندې او مندې د کوچنيانو په وړاندې ووژلې، کوچنيان به يې د مندو له غيږ څخه راکشول بيا به يې لکه د چرګانو پشان دوه ځايه کول او په زوره به يې په ځمکه وهل چې کوپړۍ به يې ټوټي ټوټي شوې، ښځي به يې په ځمکه راچپه او بيا به يې په سينه ورته ودريدل خولې، سرونه او لاسونه به يې په برچو سوري_ سوري کړل، پدې ډول سره په مسجد کې وحشي صليبيانو په مسجد کې ټول خلک ووژل، تر دې چې د مسجد د ننه د آسونو تر پونډيو پورې وينې ورسېدې.

صليبيانو په کورونو، لارو، کوڅو او نورو ځايو کې په اوو ورځو کې (70000) مسلمانان ووژل، او بيا يې ټول ښار لوټ او تالان کړ، تر دې چې په ښار کې بيله بنديانو هيڅوك پاتې نشول، د مسلمانانو جسدونه په ښار کې دومره زيات شول چې کارغانو او ځناورو يې خوړل پيل کړل، له دې سره د صليبيانو مشران راټول شول او په دې يې فيصله وکړه چې جسدونه بايد له ښار څخه وايستل شي؛ خو ددومره مړو ايستل هم څه اسانه کار نه وو، نو هغوى فيصله وکړه چې هغه مسلمانان او يهودان چې راسره بنديان دي، هغوى ته به د خلاصون تمعه ورکړو او چې کله ټول مړي له ښار څخه وايستل شول اور به ورواچوو او هغه بنديان به هم پکې وسوځوو، “ټنګرد” او “رينمنډ” بنديانو ته ورغلل قسمونه خوړل يې ورته شروع کړل چې تاسو ازادوو خو په يو شرط چې دا جسدونه به ټول له ښار څخه وباسئ، هغوى هم د مړيو په ايستلو شروع وکړه او له اوښکو سره يو ځاى يې جسدونه کشول، خو کله چې مړي خلاص شول او لوى اور يې ورته بل کړ کله يې چې مړي اور ته ورواچول نو مسلمانانو “ارنلف” ته وويل چې اوس خو زمونږ کار خلاص شو نو مونږ ته ازادي راکړئ، ارنلف په بده لهجه ورته وويل چې مونږ خو ليونيان نه يو چې د ځان د وژلو لپاره تاسو ازاد کړو، خپلو سرتيرو ته يې امر وکړ چې ټول بنديان اور ته ورواچوئ پدې ډول يې په القدس کې ورستي بندي مسلمانان هم د اور په لمبو له منځه يوړل.

نني غربيان د هماغه انسان خوړونکو زامن دي ددوى د بشردوستۍ نارې درواغجنې دې.

مأخذ: صليبي يرغلونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x