ورزش

ننګرهار: بهسودو پله ته څېرمه ۲۵جریبه ځمکه کرکيټ بورډ ته ورکړل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۱۳مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت مسوولینو د افغانستان کرکیټ بورډ ته په دغه ولایت کې ۲۵ جریبه ځمکه ورکړې.

د کرکيټ بورډ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د مرکز جلال اباد د بهسودو پله ته څېرمه ۲۵ جریبه ځمکه کرکيټ بورډ ته په واک کې ورکړه.

کرکیټ بورډ وايي چې په دغه «ستراتيژیکه برخه» کې به د کرکیټ لوبغالی جوړ او د کرکيټ بورډ اداره به یې د سترو سیالیو لپاره وکاروي.

د کرکیټ بورډ مسوولین وايي چې په جلال اباد ښار کې د کرکيټ یوه معیاري لوبغالي د رغونې لپاره د پانګونې اراده لري.

تېره ورځ ولسمشر اشرف غني وویل، چې سږکال به په سپورتي زیربناو اصلي پانګونه وکړي او په ښوونخیو کې به هم کرکټ او فوټبال ته ځانګړې پاملرنه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x