
الکوزي شرکت له کرکیټ بورډ سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): الکوزی شرکت چې د افغانستان کرکیټ بورډ مالي ملاتړ کوي له کرکيټ بورډ سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
د افغانستان کرکيټ بورډ وايي چې د الکوزي شرکت مشر عبدالرحمن الکوزي له ولسمشراشرف غني سره تر ټلیفوني اړیکې وروسته د کلني مالي ملاتړ سربېره د یو میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
کرکیټ بورډ وايي چې دوی د الکوزي شرکت له مالي ملاتړ څخه مننه کوي ځکه د کرکيټ پر مټ د ځوانانو په وده کې دوی حیاتي رول لوبولای دی.
دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وروستیو بریاو د هیواد په کچه د نړیوالو پاملرنه هم د ځان په لور جلب کړه او د ولسمشر لخوا په بشپړ ډول تقدیر شوه.