افغانستان

اشرف غني: اروپا ته تللو کډوالو سره هېڅ خواخوږي نه لرم

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۱۳مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمداشرف غني له هېواد تلونکو افغانانو پر وړاندې یو ځل بیا غیرمتوقع او سخت دریځ نیولی دی او پر دوی یې غږ کړی چې په افغانستان کې پاتې شي.

اشرف غني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې دی اروپا ته د تلونکو افغانانو سره هېڅ خواخوږي نه لري ځکه دوی اجتماعي تړون مات کړی دی. هغه پر کډوالو غږ کړی چې په هېواد کې پاتې شي او د هېواد په بیا رغونه کې برخه واخلي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د هېواد اقتصادي او امنیتي وضعیت وروستۍ سلګۍ وهي، ورځ تر بلې بې کاري ډیریږي، پر حکومت د خلکو باور له منځه تللی او د دولت وسله‌وال مخالفین سیمې یو پر بل پسې نیسي.

اروپا ته تللي کډوال په اشرف غني نیوکه کوي چې ولې خپل بچیان چې په امریکا کې اوسیږي، افغانستان ته نه را غواړي.

بي بي سي وايي چې د سوريې مهاجرینو وروسته افغانان دوهم هېواد دی چې اروپا ته يې ډيری وګړي کډوال کیږي. د راپورونو له مخې یواځې تېر کال ۱۸۰،۰۰۰ افغانان د ناکرارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله اروپا ته تللي وو.

اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ملګرو ملتونو ویلي وو که د افغانستان ملي وحدت حکومت د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې پاتې شي نو دوی به دا یوه بریا وبولي.

په وروستیو کې د بي بي جي ګالوپ یوې سروې ښودلې وه چې ۶۹ سلنه خلکو د ګډ حکومت د راتګ سره د نوور کلونو په پرتله د ژوند د خرابېدو ویلي وو. دغې سروې کې ۸۱ سلنه خلک د حکومت او ۷۶ سلنه د اشرف غني له کارونو مطمئن نه وو.

پر حکومت بې باوري، اقتصادي او امنیتي وضعیت خرابوالي ډيری خلک دې ته مجبور کړي چې هېواد پریږدي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

متفکر صاحب وایی : دا د متفکر نه د افغانستان د خلکو ستونزه ده . چه د افغانستان اصلی او تصمیم نیونکی جمهور ریسان یی تر اوسه پیژندلی نه دی مونږ ع او غ د پردی د مخه په نامه جمهور ریسان یو د پردی شاته بیبی ګل ( رولا غنی ) او خلیلزاد جمهور ریسان دی ، مونږ د هغو تصامیم او پلانونه عملی کوو . د دی په څنګ کی دوه نورو مهم ټکی : لمړی : د امریکا په مشرۍ د اشغالګرو طرحه هم دا وه ، چه زمونږ هیواد باید تل کمزوری ، تر پوزی فساد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x