افغانستان

کندهار ښار کي یو ۱۶ کلن ځوان په مرموزه توګه وژل سوی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۵ ل): د کندهار ښار په اوومه حوزه کي یو ځوان په مرموزه توګه وژل سوی او جسد یې پولیسو ته په لاس ورغلی دی.

د وژل سوي ۱۶ کلن تنکي ځوان جسد د ښار د اوومي حوزې په میرویس مېنه سیمه کي موندل سوی دی، تراوسه ددغه تنکي ځوان د وژني انګیزه نه ده په ډاګه سوي او نه هم پولیسو ددغه ځوان د وژني په اړه رسنیو ته کوم معلومات په واک کي ورکړي دي.

بل پلو د کندهار ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کي نامعلومه وسله والو پر یوه پولیس ډزي کړي او هغه یې وژلی دی، دغه پېښه نن غرمه مهال ناوخته پر دوې بجې د شاه بازار او ښاروالۍ ترمنځ پېښه سوي ده، تر برید وروسته بریدکوونکي په تېښته بریالي سوي دي.

په دې وروستیو کي په کندهار ښار کي اختطافونه او مرموزي وژني ډیري سوي دي، ځایي خلک او ښاریان په ډیرو پېښو کي پولیس ګرم ګڼي او وایي چي دغه وژني پولیس په یوه او بل نامه په پټه ترسره کوي.

د یادوني وړده چي څو ورځي وړاندي په ورته پېښه کي د کندهار پوهنتون یو محصل «بشیراحمد ریان» هم په مرموزه توګه د ملي امنیت له لوري ووژل سو او بیا یې جسد په سپين بولدک ولسوالۍ کي وموندل سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x