
قلات کي د سړک غاړي ماین چاودني ۵ پولیس وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۵ ل): د زابل ولایت په مرکز قلات کي د سړک غاړي ماین چاودني ۵ تنه پولیس وژلي او رینجر موټر یې له منځته تللی دی.
پېښه د مرکز قلات اړوند د باباګک په سیمه کي نن ماسپښین مهال شاوخوا دوې نیمي بجې رامنځته سوي، ویل کیږي چي رینجر موټر د همدې سیمي د پولیسو د پوستې دی او په چاودنه کي ددغه پوستې قومندان هم وژل سوی دی.
د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي رسنیو ته د پېښي پخلی وکړ خو په اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.
د برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستي ده، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چي په چاودنه کي د پولیس رینجر موټر ویجاړ سوی او د قومندان په ګډون ۵ پولیس پکښي وژل سوي دي.