fbpx

د تاریخ پر پاڼه تور داغ…!

عبدالمالک روحاني

او دا به هم تاریخ ولیکي: چي په یوه هیواد کي داسي یو باچا اوسیده چي د نړۍ دویم مفکر وه، هغه به دا هر وخت ویل چي تعلیم وکړئ، علم حاصل کړئ، د نړۍ سره ځانونه په علم کي سیالان کړئ.

خو!!  خو د خپله داسي اشخاص مقرر کړي وه؛ چي د علم څپاند سیندونه یې وچ کړل!

د علم د ګلبڼ ریښې یې وایستلې!

داسي کدرونه یې خزان کړل چي ثاني یې ډیر کم لرل.

او د هغه باچا تل کوښښ دا وه چي استعدادونه له منځه یوسي او وړل یې… .

هو دا دې ښکارندویي کوي چي د هغه باچا د تعلیم سره نه، بلکي وحشت سره مینه وه!

وحشیان یې روزلي وه، تر څو علمي چینې ورباندي وچي کړي.

او تاریخ به دا هم ولیکي: چې د هغه باچا په پېر کي داسي یو ګلاب، کوم چې دا آرمان درلود، چي یوه ورځ به ټول ځوریدلی مسلمه امت د رفاء او سکون ژوند ولري، کوم چي د هر وکړي د مستقبل د روښانه کولو هڅي کولې؛ هغه تنکی ګلاب و رژول سو!!

هغه ګل یې سره د بلا آرمانونو خاوري کړ…!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د