نظــر

بدلون ته اړتیا

عبدالمالک روحاني

لکه څنګه چي تاسو ته معلومیږي چي اوسنی نظام په ښکاره دا دعوې کوي چي موږ د افغانستان هر فرد ته د تعلیم زمینه برابره وه، چي په یوه ارامه فضاء کي خپلي زده کړي وکړي تر څو مو ټولني ته د علم او پوهي په ګېڼه سمبال ځوانان وړاندي کړي وي. او تعلیم د هر چا حق دی، باید ویې وکړي.

خو نن یې دا خبره په اثبات ورسول چي دا دعواوي ټولي دروغ دي.

د دوی اصلي موخه د علم او پوهي له منځه وړل او د وحشت قبا خپرول دي، دوی غواړي چي دا ولس همداسي په تیارو کي واوسي، تر څو خپلي ګټي خوندي وساتي او نا خبره عالم همداسي تیروتی وساتي.

دا نظام اصل کي د اسلام او اسلامیت ریښه له بېخه وچوي. که چا د اسلام ملاتړ کاوو او خپلي خولې یې د اسلام په خدمت کي تویولې، هغه اشخاص دوی له منځه وړي.

کوم با استعداده او نبوغ ځوانان چي موږ لرو، هغه په مرموزه توګه ختمیږي، په ژوندون په نشتو کي وشمیرل سي. دوی ته هغه ځوانان هیځ ارزښت نه لري چي خپل سر او تن د اسلام په مینه قرباني کوي.

دوی ته هغه ځوانان د قدر او احترام وړ دي چي د دوی غربي مفکوره په اسانۍ سره ومني او په ځان کې عملي کړي.

دا یوازي ” شهید ریان (رحمه الله)” نه دی چي داسي په ظلم او ستم سره شهید کیږي، بلکي نور یې هم ډیري داسي ستري هستۍ او د علم بهاند سیندونه وچ کړي او د پوهي او علم مشال څراغونه یې مړه کړي دي.

خو اوس هغه زمان رارسیدلی چي باید بدلون راولو. هغه وخت راغلی چي باید بیا ودان سو.

هغه مهال راغلی چي باید لاس پکار سو او یو ستر انقلاب رامنځ ته کړو.

نور باید پرې نښودل سي چي داسي هستۍ مو ختمي سي، نور باید د پوهي چینې وچي نسي او نور باید د علم څراغونه مړه نسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x