ولسمشر د کرکټ قهرمانانو ته مډالونه ورکوي، خو د قلم د خاوندانو پر وژنه چپ دی

لیکنه: احمدالله غزنوي

د نوي کال د لمانځلو په مراسمو کې د ملي یووالي حکومت لومړي مشر اشرف غني په تېر کال کې د پوهنې په برخه کې خپله ناکامي ومنله، خو ژمنه یې وکړه، چې په نوي کال کې به د پوهنې برخې ته پوره پاملرنه کوي.

د ولسمشر دغه ژمنه افغان مجاهد ولس ځکه هسې وګڼله، چې وړاندې یې هم دا ډول ژمنې وکړې، خو د عمل په میدان کې یې هېڅ ونه کړل.

خو د ولسمشر د نوې ژمنې سره سم  د نوي کال له سره د پوهنې په برخه کې یو شمېر نیمګرتیاوې او نارواوې څرګندې شوې، چې ځينې یې په لاندې ډول دي:

*د روان نوي ۱۳۹۵یم کال د روانې حمل میاشتې په ۷مه نېټه څرګنده شوه، چې تېر ۱۳۹۴یم کال په ژمي کې د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن سیمې په منځني ښوونځي کې د ملي اردو ځواکونو له لورې یوه پوځي قرارګاه پرانیستل شوې ده، چې اوس هم پکې مېشت دي، خو افغان حکومت یې په اړه هېڅ ګام نه دی اخیستی.

*د پوهنې په وزارت کې د ۱۳زرو تشو پوستونو خبر د اشرف غني له دغې ژمنې سره مستقیماً په ټکر کې دی، چې د پوهنې برخې ته به پوره پاملرنه کوي.

دا دی اوس د هېواد تکړه لیکوال او خبریال بشیر احمد ریان په کندهار کې د قومندان عبدالرازق له لورې له دوه میاشتې بند څخه وروسته د برېښنا په شارټونو شهیدول دا جوتوي چې دولت د پوهنې دښمن او پردي کلتور ته کار کوي.

شهید بشیر احمد ریان د هېواد د هغو مستعدو ځوانانو څخه وو، چې په کم عمر کې یې یو شمېر ملغلریز کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي وو.

د ملي یووالي حکومت نه د یادې قرارګاه په اړه څه وویل، چې د ښوونځي پر ځای جوړه شوې وه، او نه یې هم د هېواد د یوه مستعد ځوان، ریان، د قاتلینو د محکمې په اړه څه اقدام کړی دی.

په یقین سره ویلی شو، که ملي یووالي حکومت ته د پوهې او فکر خاوندان مهم وای، نو د داسې مستعد ځوان په اړه به یې حدالاقل خفګان ښودلی وای، که څه هم قاتلینو ته یې سزا ورکول یو واجب امر دی.

خو دې پردي پال نظام د کرکټ د عبثې لوبې قهرمانانو ته مډالونه او د هېواد د راتلونکو په ټکو یې وستایل، خو د بشیر احمد ریان د شهادت او د هغې د قاتلینو د محاکمه کولو په اړه یې سکوت اختیار کړی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د