نظــر

شهيد (بشير احمد ريان) څوک وو؟

لیکوال: سید احمد ضیا همت

دا چې تازه مو همدا نن دوشنبه [2016/3/28 م[ د تکړه ليکوال  ارواښاد (بشير احمد ريان) د شهادت خبر تر لاسه کړ ، نو  اړينه مې وبلله چې د دې درانه شخصيت (د پېژندلو) په هکله يو څو کږې وږې کرښې وليکم / تر څو د ځينو وروڼو هغه پوښتنې ځواب شي : چې شهيد (بشير احمد ريان) څوک او د کوم ځاى به وو؟.

شهيد (بشير احمد ريان) له نن څخه 22 کاله وړاندې د غزني ولايت , قرباغ ولسوالۍ , د نعيم کلا په کلي کې (د هېواد د غښتلي ليکوال او محقق استاد عبدالله ګل ريان په علمي او ادبي جونګړه کې) دې نیمګړې دنياګۍ ته سترګې لوڅې کړې وې.

ارواښاد له (پلار ، مور) سره يو ځاى د کابل او کندهار په ولايتونو کې هم شپې ورځې سبا کړې وې / تر دې چې په کوېټه ښار کې يې سکون خوښ کړ او هلته يې د (شهيد مولوي حبيب الرحمن عالي ليسه) کې خپلې منځنۍ زدکړې پيل کړې او د فراغت سند يې هم له همدغې ليسې څخه تر لاسه کړ.

د لوړو زده کړو د پاره کندهار ښار ته راغى او هلته يې د پښتو ادبياتو په پوهنځۍ کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ ، مګر د دريم کال په پاى کې  همدې دولت بې ګناه له ځان سره بندي کړ / تر هغو چې وروسته له (دريو مياشتو سختو شکنجو او تعذيب) څخه يې (شهيد جسد) د بودلک ولسوالۍ په يوه بديا کې پيدا شو .انا لله و انا اليه راجعون.

شهيد (بشير احمد ريان) يو تکړه ليکوال وو / داسې ليکوال چې ليکنه يې د حقائقو پر بنا ولاړه وه.

هغه به د چا له اقتدار څخه نه وېرېدلو ، يوازې حقائقو ته ژمن وو ، هغه څه به يې ليکل : چې (څه به وو!) او همدا يې جرم وو.

د (شهيد بشير احمد ريان) ادبي خدمت ته لږ ځير شئ!

چاپ شوي آثار :

1- زرينې کرښې.
2- غوره شوي نبوي حديثونه.
3- غازې احمد شاه بابا.
4- د افغاني پاچاهانو لنډ ژوند ليک.
5- د تاريخ له څپرکو څخه اړين معلومات.
6- د جغرافيې له نړۍ څخه معلومات
7- د نړۍ حيرانوونکې پېښې او معلومات.
8- خليفه هارون الرشيد.
9- فتوح الغيب.
10- د مستندو دعاوو ټولګه.
11- د نړۍ د هېوادونو لنډه پېژندنه.

دا د ده مبارک د هغو کتابونو (آثارو) نومونې دي / چې ماته معلوم او چاپ شوي دي ، مينه وال يې مطالعه کوي ، مګر تر دې هاخوا نور هم شته !.

روح دې ښاد او یاد یې د تل لپاره ژوندی وي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د نن له اداري هيله كوم چی د شهید بشیر احمد ریان صحیح او موثقه بیوگرافی خپره کري،

متناقض معلومات لکه:

د پشتو ادبياتو فاکولته که دري ادبياتو?
د دریم کال محصل وو که د چهارم?
والد یی حیات دي که وفات (پورته ليکنه کی ارواشاد یعنی وفات یاد شوی)

ناقص معلومات:

واده يي لرل كنه، كه جواب هو وي ماشومان تري پاته دي کنه?

زه نه پوهيژم هدف صحت د ليکلو ده که کثرت?

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x