په نړۍ کي لويي باروړونکي نظامي الوتکي

قاري احسان

اول:

انټونوف: Antonov An -225 Mriya :

Antonov An -225 Mriya

دا په نظامي او ملکي چارو دواړو کي استعمالیږي، په 1976 م کال کي د امریکا سره د ساړه جنګ د توازن لپاره شوروي اتحاد جوړي کړي دي، او په 1988م کي يي اوله الوتنه وکړه، 84م يي اوږدوالی، او 285000 کیلو ګرامه يي وزن دی، په فضا کي تر ټولو لوړ پرواز کوي، د 2001م کال د سپتمبر په 11 تاریخ يي څلور جنګي روسي ټانګونه د 1000 کیلومتره مسافت په اندازه یووړل، چي تقریبا 253 ټنه وزن يي درلود.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دویم:

انټونوف Antonov An – 124 Ruslan  :

Antonov An – 124 Ruslan

د اوکراین د انټونوف شرکت جوړي کړي دي، اوږدوالی يي 68.9م، او وزن يي 172300 کیلو ګرامه دی، د 150 ټنه وزن وړلو صلاحیت لري، او په ملکی او نظامي دواړو نقل و حرکت کي استعمالیږي، د روسيي په بري قوه کي فعاله ونډه لري، په روسيه، اوکراین، انګلینډ اوعربي امارات کي استعمالیږي. تر اوسه 55 داني جوړي سوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دریم: C-5 Galaxy:-

C-5 Galaxy

امریکايي شرکت (Lockheed Corporation) جوړه کړيده، دا دنظامي وسایلو د نقل لپاره مختصه ده، اوږدوالی يي 75.1م، او وزن يي 172300 کیلوګرامه ده، د 122470 کیلو ګرامه وزن دوړلو صلاحیت لري. ټولي 131 داني جوړي سوي دي او دا ټولي په امریکا کي استعمالیږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

څلورم: سی- 17 ګلوب ماسټر C- 17 Globemaster:-

Edwards welcomes back Air Force's first C-17

دا بیا د امریکايي بوینګ شرکت جوړي کړي دي، تر اوسه په دنیا کي تر ټولو په نظامي بخش کي زیاتي استعمالیږي، اوږدوالی يي 53م، او وزن يي 128100كیلو ګرامه دی، تر اوسه 260 داني جوړي سوي دي خو لا د جوړيدلو په حالت کي دي، په امریکا کي 231 داني استعمالیږي، او دا شان به برتانیا، قطر، هند، استرالیا امارات او کاناډا کي هم استعمالیږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پنځم: Xian Y – 20 : –

xian-y20

د چینايي شرکت ژیان جوړ دی، ویل کیږی چي د نظامي نقل و حرکت په برخه کي تر ټولو نوي تیاري دي، اوس هم د تجربي په حالت کي قرار لري، اوږدوالی يي: 47م، او وزن يي 96000 کیلو ګرامه ده، د 66000 کیلو ګرامه وزن وړلو صلاحیت لري، تر اوسه یوازي دري داني جوړي سوي دي، او امکان لري چي په دې بخش کي دي تر ټولو ښه الوتکي وخیږي، ممکن چي یوازي چین دې د دا رقم الوتکو څخه د 400 څلور سوو ضرورت ولري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شپږم: Ilyushin Il- 76:-

Ilyushin Il- 76

په روسیه کي تر ټولو زیاتي په نظامي برخه کي استعمالیدونکي الوتکي دي، دا مشهور شرکت Ilyushin جوړي کړي دي، اوږدوالی يي 46.9م، او وزن يي 92500 کیلوګرامه دی، د 42000-60000 کیلوګرامه وزن وړلو صلاحیت لري، او په هوا کي د تیلو په حساب تر ټولو زیات د ګرزیدلو صلاحیت لري.
دا نوعه الوتکي  avacs شرکت هم جوړي کړي دي، او دا بیا په روسیه، اوکراین، لیبیا، جزائر، اردن، عراق، پاکستان، سوډان، یمن، اوزبکستان، سوریه، سربیا، ترکمنستان، مالي، لاتفیه او شمالي کوریا کي استعمالیږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اوم:Atlas  Airbus A400M:-

Atlas  Airbus A400M

او دا بیا د Airbus شرکت له خوا تیاریږي، اوږدوالی يي: 45.1م، او وزن يي: 76500 کیلوګرامه دی، د 37000 کیلو ګرامه وزن وړلو صلاحیت لري. په فرانسا، ترکیا، المانیا، اسبانیا، مالیزیا او جنوبي افریقا کي استعمالیږي.

پاي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د