ustad yasir

زندانونه به ماتیږي ( د استاذ یاسر په یاد کي)

دا خبره زما غوندي د اوس زمانې د کوم لیکوال یا واعظ نه ده، بلکي د یو داسي مجاهد عالم، مبلغ او د قول او فعل اتل ده، چي د مسلمانانو په خلاف روانه د نړی تر ټولو لویه، اوږد مهاله او پر مصرفه صلیبي جګړه کښي د مسلمانانو له مخکښو مشرانو څخه وو.

پر افغانستان د 2001 د اکتوبر د میاشتي صلیبي یرغل نه تنها د افغانانو بلکي د نړی د مسلمانانو لپاره یو لوی امتحان وو، چي متأسفانه ډیر مسلمانان په کښي پاتي راغلل، خو په دې امتحان کښي بعضي نه تنها کامیاب بلکي د نورو مسلمانانو لپاره نمونه او مشغل راه هم وګرځېدل.

په همدې اتلانو کی یو هم استاذ محمد یاسر شامل دی.

نوموړي ددغه صلیبي یرغل په اوائلو کښي چي لا صرف هوائي بریدونه کیدل، په کابل کښي د الجزیرې او شریعت غږ راډیو په ذریعه د ملا محمد عمر مجاهد تر امارت لاندي د صلیبي یرغل په خلاف خپل وسله وال جهاد اعلان کړو، او د دوخت او زمان مطابق د جهاد په هر اړخیزه فعالیتونو کښي مصروف وو.

صلیبیانو چي د نظامي یرغل سره سره فکري یرغل هم کړی وو، او په دې ډګر کښي دوی تبلیغات د مختلفو هدفونو تر لاسه کولو لپاره د یو آلې په توګه استعمالول، چي په هغې کښي یو هغه وحشي غیر انساني پنجره نما زندان چي د سمندرونو تر منځ په یوه جزیره کښي واقع دی، د یوې مهمي تبلیغاتي آلې په توګه کاروو، تر څو په مسلمانانو کښي رعب او سکوت ایجاد کړي.

نو ددې فکري او تبلیغاتي جګړې د مخنیوی او مقابلې لپاره اسلامي امارت هم د استاذ یاسر غوندي مبارز شخصیت انتخاب کړو، نوموړي هم په ډیره میړانه او فداکاري سره دي قرباني ته غاړه کيښوده او د صلیبیانو د تبلیغاتي مقابلې لپاره یو ځل بیا په خپل نوم او شهرت د خپلي برحقي داعيې سره په الجزیره باندي را څرګند شو، چي د سقوط نه بعد په تبلیغاتي او اعلامي ډګر کښي دا اوله فدائي حمله وه، خو د نوموړي په اعلامي جهاد کښي (جهاد باللسان) تر ټولو مؤثره او لازواله هڅه هغه عالمي شهرت یافته تقریر (د ګوانتانامو زندان) ؤو، چي د دښمن تر ټولو قوي تبلیغاتي حربه چي د مسلمانانو په روحیاتو ئي ډیر اغیز هم کړی ؤو، په مکمله توګه خنثی او بی اثره کړه، او په مسلمانانو کښي ایجاد شوی رعب او ډار ئې هم په بشپړه توګه له منځه یوړو.

 {mp3remote}http://ia601806.us.archive.org/4/items/yasir.waina/da_guntanamo_zandan_No_1.mp3{/mp3remote}

او په دې تقریر کښي د نوموړي په زړه کښي القاء شوې او په خوله وئیل شوې خبري هم الله تعالی مونږ او تاسي ته ریښتیني را وښودلې، زندانونه مات شول، زندانونو نه مدرسې جوړي شوې، او بندیان حافظان او عالمان را خلاص او د جهاد په سنګرونو کښي په شهادت هم ورسیدل.

نوموړي هم لومړی 2 کلنه د زندان دوره هغسي په صبر، استقامت او د لوړ همت سره سرته ورسوله، لکه څنګه چي ئي په خپلو ویناو کښي مسلمانانو ته توصیه کوله، ځکه خو هم د مجاهدینو په منځ کښي د قول او فعل اتل سره شهرت لري.

د لومړي دورې بند څخه وروسته نوموړي په لا زیاته جذبه او وسیع پيمانه خپلي مبارزې ته دوام ورکړو او د مجاهدینو په روزلو او فکري تربیې باندي مصروف ؤو، چي د جفا کار او ظالم دښمن لخوا دوهم ځل لپاره ونیول شو.

دښمن چي دده د لوړ عزم او اوچت ایمان امتحان اخیستل مطلب ؤو، نو ځکه ئې هم څلور کاله تنها سرپه کوټه قلفي کښی ساتلی ؤو، او د بندیانو له قوله د نوموړي په صبر او استقامت کښي کوم تزلزل هم نه وو راغلی او د نوموړي له وجود څخه به بندیانو هم قوت اخیستو.

تر څو د نوموړي د شهادت خبر ټول مسلمانان او خصوصا مجاهدین داسي غمجن کړل چي تر اوسه نه ددوی غم کم شوی او نه د استاد د شهادت خبر تصدیق شو.

داسي اتلان د مسلمانانو په تاریخ کښي ډیر تیر شوی، خو مرګونو هغوی نه دي وژلي بلکي هیمشه د مسلمانانو په زړونو کښي ژوندی وي.

د یادوني وړ ده چي استاد یاسر ته د طالبانو په تحریک کښي د ملا محمد عمر نه پس د ډیري قرباني ورکونکي او په خلقو کښي د ډیر محبوبیت لرونکي مشر په سترګه کتل کیږي.

زه منحیث یو شاګرد او یو لاروی ددې کاروان د استاذ ټولو قربانیو او زحمتونو ته سلام وړاندي کوم، د الله تعالی څخه د لوړو درجاتو او مرتبو غوښتونکی یم، او دښمنانو ته ئي دا واضحه کول غواړم چي د استاد فکر ژوندی دی، عقېده ئې ژوندۍ ده، او په زرهاو شاګردان او معنوي ځامن ئې ژوندي دي. هغوی به دده لاره تعقیبوي او د نوموړي ارمانونو پوره کولو سره به دده انتقام اخلي.

ابو حدیر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د