نظــر

اشرف غنی ته….اسلام او بشير ریان

ليکوال: رشید حبیب زيۍ

پرون ورځی وحدت اخبار د اولسمشر اشرف غني په یوه افغانیت ضده وینا سرخط وه چې په دین او اسلامي کلتور مین افغانان يې داسلامی ثقافته په ناپوهئ معرفي کړي وه.

دبادشاهت په نیمه ګدۍ له ناستی بیا تر ننه دښاغلی اشرف غنی فرامین داسلامیت او افغانیت سره ټکر کې وي چې په اوله ورځ یې دګران هېواد میړنۍ خاوره په کفارو پلورل, حسنېن دالله تعالی لمسي او دورځې تهجد يې څو نوم وتې بېلګي دي.

د چهار شنبی په ورځ په ارګ کې کابل میشته ملا امامانو غونډی ته خپله وینا کې ښاغلی اشرف غنی ويلی : عالمانو تل په سختو شرایطو کې دهېواد دفاع په خاطر دجهاد غږ پورته کړی او هېواد ته یې نجات ورکړې دي دافغانانو ایمان نور قوی دی خو اسلامي پوهه يې کمه ده ځکه نو باید په اسلامی ثقافت سم پوهه شی
ښاغلیه اولسمشره ! په ریښتونی معنی عالمانو اوس هم داسلام اوهېواد دنجات به خاطر دجهاد غږ پورته کړی او دیرغل له اولی ورځی یې دی دفاع ته ملا تړلی او دا خپله اسلامی فریضه بولی.

ښاغلیه اولس مشره ! داسلام دسرلوړۍ د پاره کفارو سره جنګ په مسلمانانو فرض کړی شوی دی چې کله کفايې اوبیا کله فرض عین ګرځېږی ددی مبارک فرض عملي کونکي یو سهارد دنیا او مافیها څخه بهتر حساب کړی شوېدی چې شریک یې مجاهد کامیابه ستون شوي غازي او دی لار کې مړشوې دشهید په نوم نازول شوې چې د وینی په اول څاڅکی توییدو سره جنت کې خپل مقام ویني دا د رب ذوالجلال او دهغه خوږ پیغمبر غېبی خبری دي او مونږ پری ایمان لرو خو متأسفانه چې ستا په طرف کې ولاړ ملایان چې ېو خت یې ځانونه هم ددی بشارتونو مستحق ګڼل خو بیا نن مجاهدینو ته دقطاع الطریق او شهیدانو ته دنور بې مروته کلماتو په کارولو سره کفاروته دخپلی بی وجدانۍ اومسلمانانو ته د ومن یتولهم منکم فانه منهم د مصداق ثبوت ورکوي.

ښاغلیه اولسمشره ! عالمان دی دهېواد په دفاع ستایلی دی خو دیو ځوان لیکوال د دردویدنکی قیصي په ناخبره يې.

مشره ! د قندهار پوهنتون محصل شهید بشیر ریان دقلم پر مټ د هېواد او اسلام هغه دفاع کونکی وه چې دخپل عمرله کلونو ېې ډیر کتابونه چاپ شوی دي چې هر کتاب څخه يې اسلام اوهېواد ته د خدمت خوشبو خپره وه خو داسلام او هېواد سر سخته د ښمنانو ته د دی خوشبو دوام د زغملو نه وو نو په ډیره بیرحمۍ یی دا خوشبو د سپین بولدک په غرونو کې په شهادت ورسوله.

ښاغلیه اولسمشره ! درسته نړۍ افغانان د خپل مذهب او هېواد مجنونانو په حېث پیژني خو تاسو د دوۍ دمشرۍ سربیره د اسلامه نا خبر وبلل چې خپلې رعایا سره ستره جفا او هېڅ د توجيه وړ نده.

ښاغلیه اولسمشره ! افغانستان د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر رضی الله له زماني څخه تر ننه داسلام د مرکز په توګه پاتی البته بعضي وخت څو بی وجدانه له وجی دا لړۍ یو څه د تعطل ښکار شوي خو لله الحمد چې برې پکي تل دهېواد اصلي بچیو په برخه شوی.

لرې نده چې موجوده حالت به هم یو وار بیا خپل اصل ته بدل شي.

پاي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

لمړی تاسی خپله په خپله لیکنه کی وایاست جه هغه یو د اسلام او مسلمانانو مخالف ، د اسلام او مسلمانانو سر ه کرکه لری د همدی امله ورته امریکایانو د دوهم متفکر ( دوهم کافر ) لقب ورکړی لمړی متفکر ( لمړی کافر ) کرزی وو . نو داسی کس ته د ښاغلی نوم یادول د ښاغلی نوم ته توهین دی . دوهم : اولس مشر هغه ته ویل کیږی چه اولس یی مشر کړی د اولس رایوی خو امریکا خکندازو ته وغورزولی د امریکا سفارت کی د امریکا خارجه وزیر ( جان کیری ) د امریکا مامور (… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x