نظــر

د نصرت او فتحې امیدبښونکي مظاهر

په اسلامي مبارزاتو او جهادي غزواتو  کې الهي نصرت او فتحه  دبریا ترټولو اساسي او نهایي لامل بلل کیږي ، که داسلام تاریخ وګورو  دامت له منځه  مبارزو او مجاهدو ډلو او افرادو ډیر ځله په ډیرو کمو امکاناتو  دکلمة الله  داعلاء لپاره دجهاد توغ هسک کړی وي ، په تش لاس دقویترین دښمن مخ ته وروتلي وي ، توکل محض یې کړی وي ، او ترخپل توان درانه بوج ته  یې اوږه ورکړې ، ظاهرا دعقل په تقاضا ددوی اقدام  ناموجهه  بریښي ، مګر دغه ددین دلارې ایثارګر  سپاهیان که  وپوښتې ، چې په کوم امید او اعتماد مو دغې طاقت فرسا مقابلې ته لاس اچولی ، دوی به وایي  :  دالهي نصرت  او فتحې په امید !

رښتیا هم الهي نصرت او فتح همدومره ستره هستي ده ، چې په هرډول حالت کې زړه ورپورې تړل کیدلای شي ، او کله چې کوم زړه په الهي نصرت تکیه وي ، هغه زړه بیا هیڅ طوفان هم نه شي بوږنولی او نه یې هیڅ زلزله لړزولی شي .

خو دالهي نصرت مظاهر او علائم  څه دي ؟ الله تعالی په سورة النصر کې فرمایي ( اذا جآء نصرالله والفتح ، ورأیت الناس یدخلون فی دین الله افواجا ، فسبح بحمد ربک واستغفره  انه کان توابا . صدق الله العظیم  )

ژباړه : کله چې الهي نصرت او فتحه راغله  او تا ولیدل چې خلګ ډلې ډلې دالله دین ته داخلیدل ، نو دخپل څښتن په حمد سره دهغه پاکي بیان کړه او بښنه وغواړه په یقین سره الله توبه قبلوونکی دی .

ددې مبارکې سورة له مضمون څخه  په څرګنده ښکاري ، چې دا دالهي نصرت او فتحې له سترو علائمو او مظاهرو څخه ده چې خلک دالله تعالی دین ته ډلې ډلې داخل شي او له ګمراهۍ څخه لاس واخلي .

دالله تعالی دشکر ځای دی ، چې همدا اوس په افغانستان کې دغربي کفر او ګمراهۍ په خلاف پیل شوی جهاد همداسې مرحلې ته رسیدلی دی ، لکه څنګه دیرغل په لومړیو کلونو کې ځیني لارورکي خلک ډلې ډلې دکفارو جنګي صف ته ورتلل ، نن الحمدلله دالهي نصرت په برکت همداسې ډلې ډلې دکفر له ملګرتیا لاس اخلي ، په خپلو تیرو کړنو توبه ګار کیږي ، او خپل عادي ژوند ته ستنیږي .

داسلامي امارت  د دعوت او ارشاد کمیسیون د جنوبي او لویدیځې حوزې مسؤل حاجي عبدالصمد په دې اړه وایي ، چې له تیرو څو میاشتې راهیسې  دغه بهیر فوق العاده زور اخیستی او زموږ تر توقع زیات عسکر ، پولیس ، اربکیان او نور مختلف پوځي او ملکي چارواکي ددښمن له لیکو راوزي ، او ددعوت او ارشاد کمیسیون له لارې دسر او مال امن ترلاسه کوي .

په دې لړ کې څو ځله داسې هم پیښ شوي ، چې په یوه ورځ تر سل  یونیم سل پورې عسکر له خپلو وسلو سره دمجاهدینو لوري ته اوښتي وي ، په تیرو څو میاشتو کې دهیواد په مختلفو سیمو کې ددشمن له صف څخه د راوتلیو  پوځي کسانو شمیرې په ځینو ولایاتو کې په لاندې ډول دي .

غزني                                 ۹۸ نفره

زابل                                   ۶۹ نفره

کندهار                            ۲۰۵ نفره

روزګان                           ۳۱۰ نفره

هلمند                               ۲۵۷ نفره

فراه                                     ۱۱۶ نفره

هرات                                ۴۱۶ نفره

بادغیس                         ۴۸۵ نفره

فاریاب                           ۱۳۴ نفره

سرپل                                ۲۵۷ نفره

نورستان                       ۱۳۱ نفره

ننګرهار                        ۱۸۴ نفره

پکتیکا                          ۱۳۵ نفره

باید ووایو چې دغه تسلیم شوي او ددښمن له لیکو راوتلي کسان ټول بالفعله  پوځي کسان دي ، چې ددښمن په جنګي صف کې یې دندې اجراء کولې ، دوی له ځان سره ۱۱۲۷  میله سپکه او درنه وسله  هم په بیلابیلو ولایاتو کې جهادي صف ته راوړې ، چې په دې توګه ددوی په راوتلو سره نه یوازې ددښمن صف ته سخت تاوان رسیدلی له بلې خوا  ورسره مجاهدین هم قوي شوي دي ، او په اکثره مناطقو کې یې له مخې  موانع لري شوي دي ، باید وویل شي چې دغه ارقام  د ۲۰۱۳ میلادي کال د روانې می میاشتې له پیل نه پخوا ارقام دي ، د روان کال په می میاشت کې هم په سلګونو عسکر دهیواد په مختلفو سیمو کې له جهادي صفوفو سره یوځای شول ، تردې  چې دهمدې میاشتې په ۱۴ مه نیټه په څو ولایاتو کې ترسلو ډیر کسان له مخالف صف څخه راووتل  په دې اړه دالاماره ویب پاڼې د ۲۰۱۳/۵/۱۴ م نيتې  په یوه راپور کې راغلي (  دبادغیس ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې ۷۸ تنه اربکیان له مجاهدین سره یوځای شوي ، چې له دې جملې د غورماچ دپیتاوي دکلي قومندان بورجان ولد ملنګ  سره له   ۳۰ تنو اربکیانو ،  دخانانو دکلي قومندان موسی  ولد تورجان  سره له ۲۸  اربکیانو  اود تورجر کلي قومندان عبدالخالق  سره له ۲۰ تنو اربکیانو ددښمن له لیکو راوتلي او جهادي صف ته راغلي ، مجاهدینو دوی ته دسر او مال دامن تضمین ورکړی ، او ټولو بیرته په خپلو کورونو کې دامن او عزت ژوند پیل کړی .

دبادغیس مجاهدین وایي چې له دې پيښې څو ورځې وړاندې دغورماچ په جنګ کې مجاهدینو ۲۵ تنه اربکیان ژوندي په جنګ کې ونیول ، چې ترنیولو وروسته یې استحسانا بیرته خوشي کړل ، دهمدې پیروزینې له برکته دسیمې ټولو اربکیانو له مخالفته لاس واخیست او جهادي صف ته راغلل .

یو بل خبر وایي چې دکندز دخان اباد ولسوالۍ ددوکان ادم دسیمې اربکیان هم نن مازدیګر له مجاهدینو سره یوځای شوي دي ، خبر وایي چې  د همدې سیمې داربکیانو قومندان رشید ولد حسن سره له  پنځلسو ملګرو هریو  حبیب ، نعمت ، خدای نور ، بریالی ، عارف ، خان ، غلام رسول ، عالم ، ضیاء الدین ، ببرک  او قدرت له  یو میل ۸۲ ملي متري توپ ، یوه راکټ یوې پیکا  او ۱۲  میله کلاشینکوفونو سره له مجاهدینو سره ملګري شوي دي .

دغه راز دکندهار په غورک کې ۸  اربکیان  اود روزګان په چارچینو کې ۹ تنه پولیس  له مجاهدینو سره یوځای شوي دي ، چې ډیرې وسلې یې هم جهادي صف ته سپارلې له دې پرته  دزابل له شاجوی او د روزګان له دهراوود څخه  دپولیسو او اربکیانو له مجاهدینو سره دیوځای کیدلو خبرونه هم ورکړل شوي دي .

دروزګان په چارچینو او نورو سیمو کې وړمه ورځ هم تر دیرشو ډير اربکیان او پولیس له مجاهدینو سره ملګري شوي او له مخالف صف څخه راوتلي وو )

ددښمن له صف څخه دافغاني عسکرو دراوتلو دغه بي سابقې بهیر په ډاګه کوي ، چې بې له شکه نور له مجاهدینو سره الهي نصرت شامل حال شوی دی ، ځکه الله تعالی دزړونو مالک دی او الله تعالی په خپل تصرف سره دسرسختو دښمنانو زړونه دې ته مائل کوي ، چې له مخالفت څخه لاس واخلي ، خپله وسله مجاهدینو ته وسپاري او خپل عادي ژوند ته ستانه شي ، که چیرې مجاهدینو ددښمن دومره شمیرپوځي ځواک دجنګ په واسطه له منځه وړلای کیدای شي ډیرو قربانیو او وخت ته ضرورت پیښ شوی وای ، مګر الله تعالی په خپل فضل سره دمجاهدینو له مخې دا موانع په ډیره اسانه لرې کړل .

ددعوت او ارشاد کمیسیون  دلویدیځې حوزې مسؤل الحاج عبدالصمد وایي  دپخوا په پرتله سږ کال ددعوت او ارشاد کارونو فوق العاده پرمختګ کړی ، اوس دغه کمیسیون چې په ټولو ولایاتوکې ولایتي مسؤلین او دولسوالیو په سطحه تشکیلات لري ، لاسته راوړنې یې  ورځ تربلې زیاتیږي ، او په جهادي خوځښت یې مثبت اثر پریوزي ، اوس ددښمن په صف کې هغه کسان چې نور دمخالفت او دکفارو دملګرتیا اراده نلري ، له همدې کمیسیون سره رابطه نیسي ، کمیسیون ورته  دتسلیمۍ سند ورکوي چې له مخې یې نوموړی کولای شي خپل ازادانه ژوند ته رجوع وکړي .

ددعوت کمیسیون فعالیت دا ګټه کړې ، چې په اکثرو ځایونو کې هغه مشکلات چې باید مجاهدینو په جنګ له منځه وړي وای  په دعوت له منځه تللي ، اوس چې خارجي عسکر له اکثرو اطرافي سیمو وتلي دي ، نو په ځای یي داخلي عسکر او اربکیان پرې ایښي دي ، خو ډيرځله چې کله داخلي عسکر په دې پوه شي چې دمجاهدینو تربریدلاندې راځي ، نو ترجګړې وړاندې په خپله  تسلیم شي او وسلې مجاهدینو ته وسپاري ، لکه څو ورځې وړاندې چې دروزګان په چارچینو ولسوالۍ کې ۳۵ تنه  عسکرو دمجاهدینو تربرید وړاندې خپلې وسلې او امکانات مجاهدینو ته وسپارل ، او کله بیا ددښمن عسکر دجګړې په مابین کې دمقاومت په ځای دتسلیمۍ لاره غوره کړي ، څو ورځې وړاندې دبادغیس په غورماچ کې ۴۰ تنه عسکر دجګړې په مابین کې ناڅاپه تسلیم شول او خپلې وسلې یې مجاهدینو ته وسپارلې .

ددعوت کمیسیون مسؤلین وایي له تسلیمیدونکو عسکرو سره ددوی نیک چلند ، استقبال او اسلامي رویه ددې باعث شوي چې ددښمن په خوا کې ولاړ افغانان ټول په خپل کردار له سره فکر وکړي ، دوی وایي تراوسه په هیڅ ځای کې داسې نه ده پیښه شوې چې یو تسلیم شوی شخص چې اسلامي امارت دسراومال امن ورکړی بیا چا زیان ورته رسولی وي ، همدې چلند د رژیم په ټولو امنیتي لیکو او ځواکونو کې یو نوی بحث راپارولی ، هغوی چې ددښمنانو لخوا ورته  ډول ډول تبلیغات شوي وو ، اوس په دې فکر دي چې که دوی دکفر له ملګرتیا لاس واخلي مجاهدین به نه یوازې دسراومال  امن ورکړي بلکې تود هرکلی او قدرونه به یې هم وکړي .

د کتونکو په باور له پوځي جهاد سره یوځای ددعوت او جلب او جذب پروګرام داسلامي امارت یو پرځای ابتکار او بریالی پروګرام دی ، چې حکومت یې له سختې وارخطایي سره مخ کړی دی ، ځکه هغه عسکر او پوځي پرسونل چې امریکایانو  لس کاله ورباندې پانګونه کړې دمجاهد په یوه  بلنه خپل سنګر بدلوي ، دکفر له صف څخه راوزي او خپله وسله مجاهد ته سپاري ، په داسې حال کې  چې بهرنیان خپل عسکر له افغانستان باسي ، او دجګړې پیټی دداخلي عسکرو په اوږو اچوي ، دتسلیم او پیوستون دغه څپاند بهیر دبهرنیو یرغلګرو لپاره  هم دسختې پریشانۍ باعث ګرځیدلی .

که چیرې دکفري یرغلګرو  درنو مصارفو ، پانګونو  او تبلیغاتو ته نظر وکړو ، او بیا وګورو چې ددوی روزل شوي افراد ډلې ډلې له مجاهدینو سره یوځای کیږي ، نو په باور سره ویلی شو چې رښتیا په جهادي صفوفو دالهي نصرت پیروزینه شوې ده ، او لرې نه ده چې دنصرت دغه مبارک بهیر دسرتاسري فتحې زیری هم له ځانه سره راوړي .

 ان شاءالله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x