شعـــــرونه

ويرنه: احمد بریالی

احمد بریالی

دبوستان لښته ژړا شوه
دارمان شناخته ژړا شوه

دبهارپه وير ککړه
دبلبل نغمه ژړا شوه

دخزان په توره کريکه
دسره ګل پلمه ژړا شوه

دهجران د بوړ بوړه کى
دشبنم قطره ژړا شوه

دماتم پر ويلى شمعى
دپتنګ حمله ژړا شوه

دتنکۍ غوټۍ ښکلا ته
دفراق لمبه ژړا شوه

دبريا پر کږو لارو
دسکون صفحه ژړا شوه

د ريان په درد وغم کى
داحمد خنده ژړا شوه

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x