نړۍ

په انډونیزیا کي زلزلې 22 تنه وژلي او 210 یې نور ژوبل کړي دي

نن ټکی آسیا: د انډونیزیا د طبیعي افتونو په وړاندي د چټک غبرګون ادارې نن ورځ ویلي چي د اچې په ولایت کي د زلزلې له کبله 22 تنه وژل شوي دي، او تر 210 زیات کسان نور ټپیان شوي دي.

او زیاته کړې چي د د اچې ولایت په دوو ولسوالیو کي چی یوه یې هم مرکزي ولسوالي ده، زیاتره مړي او ټپیان شوي دي.

په مرکزي اچې کي د درسونو په وخت د یوه مسجد بام د ماشومانو پر سر را غورځېدلی چي له کبله یې 6 تنه ماشومان مړه شوي دي، او 14 نور ټپیان شوي دي.

باید وویل شي چي په کال 2004 کې د همدې ولایت زلزله په سونامي بدله سوله چي په کښي تر 170000 (یو لک اویا زرو) زیات کسان ووژل شول، چي په هغو کي زیاتره برخه د انډونیزیا د سوماتره د ولایت وه، او په لسګونو زره په نورو  همسایه او نيژدې هیوادونو کي ووژل شول .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x