شعـــــرونه

غزل: سميع الله تړون

سميع الله تړون

له کلي پورته شوې لمبې ماشومان چغې وهي
وای بابا جانه وای ادې ماشومان چغې وهي

يوه بوډۍ په بلۍ وخته او چيغه يي کړه
کفارو ماتې کړې تمبې ماشومان چغې وهي

د ايوبي په لارو درومي صليبي بدماشان
په فلسطين کې د غزې ماشومان چغې وهي

زما جومات کې سيپارې بخۍ بخۍ پرتې دي
زما د چم د مدرسې ماشومان چغې وهي

چا چې د نورو ماشومان ژړا ته نه پرېښودل
هغه شهيد شو د هغې ماشومان چغې وهي

د محمد بن قاسم لاره دې ولې پرېښې
مسلمه څه دې شوې جذبې ماشومان چغې وهي

تړونه کلي نه په روڼ مازيګر کډه وکړه
ځکه په کلي کې د شپې ماشومان چغې وهي

سميع الله تړون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x