
غزل: جانان خدرخېل
جانان خدرخېل
د دردېدلي ژوند کیسه ومه چا ونه لوستم
ستا د یادونو کتابچه ومه چا ونه لوستم
معما نه ومه چې هیڅوک په ما نه پوهېدل
د ژوند رنګینه فلسفه ومه، چا ونه لوستم
ټوله د مینې سیپاره ومه چا ونه لوستم
د ملالۍ د ننګ ټپه ومه چا ونه لوستم
ما بندې لارې ورښودلې، ما هدف ورښوده
زه د حالاتو آئینه ومه، چا ونه لوستم
د بخت ټوټه ومه، خو خلکو ناشکري وکړله
د هر چا لاس کې نویشته ومه، چا ونه لوستم
ډهلی زما و ، ثمرقند او بخارا زما وو
زه د ویاړونو کارنامه ومه چا ونه لوستم
لکه قرآن داسې د مینې او تېر برم کتاب
په کور کې هر-هرچا سره ومه، چا ونه لوستم
چې په هر زړه کې خاطره ومه چا ونه لوستم
زه “خدرخېله” هم هغه ومه، چا ونه لوستم
ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۵/۱/۶