نړۍ

اوباما: ډونلډ ټرمپ په بهرنۍ پاليسي او نړيوالو چارو نه پوهېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۵ ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ په بهرنۍ پاليسي او نړيوالو چارو نه پوهېږي.

بارک اوباما دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې وړمه ورځ ډونلډ ټرمپ ويلي و، منځني ختيځ کې د امريکا مداخله د سيمې او امريکا دواړو په زيان تمامه شوې، همدارنګه يې غوښتنه کړې، چې له سويلي کوريا او جاپان څخه دې امريکايي ځواکونه بېرته راوغوښتل شي.

امريکايي ولسمشر څو ورځې وړانډې واشنګټن کې د اتومي وسلو په اړه جوړې شوې غونډې ته ويلي و، چې نړۍ د امريکا له ولسمشر څخه «د ټينګ عزم او څرګند دريځ» غوښتنه کوي.

بارک اوباما وايي، چې د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ په بهرنۍ پاليسي او نړيوالو چارو نه پوهېږي.
بارک اوباما وايي، چې د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ په بهرنۍ پاليسي او نړيوالو چارو نه پوهېږي.

د ډونلډ ټرمپ د ترخو او توندو څرګندونو په اړه د امريکا اکانوميسټ انټليجنس څانګې ويلي، که ميلياردر ډونلډ ټرمپ د امريکا ولسمشر شي، نو دا به د نړۍ له لسو سترو ګواښونو څخه يو وي.

اکانوميسټ په خپله سروې کې ويلي، چې د ټرمپ ولسمشري له اروپايي ټولنې د برتانيې د وتلو او جنوبي سمندرګي کې د چين له جګړې ستر ګواښ دی او دا يې هم ويلي، که ټرمپ د امريکا ولسمشرۍ ته ورسېد، نو نړيوال اقتصاد او د امريکا کورني امنيت او سياست ته پېښېدونکي ګواښونه او ستونزې به نورې هم زياتې شي.

د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند د خپل کمپاين پر مهال يو شمېر پاروونکي څرګندونې کړي دي.

نوموړی د مسلمانانو په دښمنۍ کې په ډېره څرګنده ژبه وايي، چې مسلمانان امريکا ته سپکه ګوري او دغه مسلمانان د امريکا امنيت او اقتصاد لپاره ګواښ بولي.

نوموړی همدا رنګه وايي، چې د حمل غورځولو له امله بايد ښځو ته سزا ورکړل شي.

همدا رنګه يې د متحده ايالتونو او ميکسيکو ترمنځ د ديوال جوړولو غوښتنه هم کړې او لامل يې دا ويلی، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او مجرمينو د ورتګ مخنيوي لپاره يې دا غوښتنه کړې ده.

د ډونلډ د څرګندونو تر ټولو ستر نقد کوونکې د ډيموکراتانو له لوري د ولسمشرۍ نومانده هيلري کلنټن ده، نوموړې وايي، چې ټرمپ د امريکايي ولس او نړۍ په ستونزو او د حل په چارو يې نه پوهيږي او دی د امريکا د ولسمشرۍ لپاره وړ نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
(محمد عبدالله)

خه بومه ته اوبوش ددجال پیروانو ددنیا په معاملاتو پوهیدی؟ چی اوس مو مشر دونلد دبل DD نه پوهیږی تاسو کله خپل اختیار باندی یاستی تاسو هم داشرفینو او مشرفینو غوندی صرف ضله ګان یاستی او دخپل مشر هدایات عملی کوی ددجال په لخکر کی سپاهیانو توله دنیا مو دتباهی درشل ته درولی او هر رقم ته فتنی مو له شاڅخه راوزی خو خیر زمونږ رب رحیم هم بیخبره ندی او ستاسو پت تدبیرونه هغه ته مخفی نده او الله تعالی دمومنانو کار جوړونکی او نصیر دی ستاسو ظلم اودعوی دخدایی تر خپل اوجه رسیدلی نور مو دنسکوریدو وخت رانږدی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x