نړۍ

د مرسي پر حامیانو برید کي 16 تنه وژل شوي، او تر 200 زیات ټپيان دي

نن ټکی آسیا – رسنۍ: د مصر په پلازمینه قاهره کي تیره شپه نا معلومو کسانو د مرسي پر حامیانو باندي چي په ملیونو را وتلي وه، ډزي کړي، چي له کبله یې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي، او تر ۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

نن ورځ د مصر رسمي تلویزون ددې خبر په ورکولو سره وویل چي وسلوالو د قاهرې د پوهنتون سره پر مظاهره چیانو ډزي وکړې، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

د اسوشیتد پریس د خبر سره سم تیره ورځ اوه کسه ددواړو خواو تر منځ په جګړو او ډزو کي ووژل شول.

باید وویل شي چي د مصر په حکومت کي د مرسي یو کال پوره سو ،او د لومړۍ ورځي څخه د نوموړي په خلاف امظاهرې پیل شوي دي، چي لا دوام لري، او یو کال وروسته خپل اوج ته رسیدلي چي له کبله یې فوځ دې ته اړ سوی تر څو مداخله وکړی او په هیواد کي روان سیاسي مشکلات حل کړي.

د مصري فوځ په یوه وروستي بیان کی راغلي وه چي د مصر حکومت او ګوندونو مشران تر ۴۸ ساعتونو پوري وخت لري چي خپل منځي ستنوزو ته د پای ټکی کښيږدي کنه دوی به په روانو حالاتو کي بی تفاوته پاته نه سي.

ددې بیان وروسته د مرسي حامیان هم سړکونو ته را ووتل او د فوځ او مخالف ګوندونو په ضد یې مظاهرې پيل کړي، چي اوس هم په شدت سره دوام لری، او دواړي لوري د مرسي حامیان او مخالفین کوشش کوي چي ډیر تر ډیره خلګ را ټول کړي او خپل قوت د مظاهرو له لاري ښکاره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x