نن ټکی آسیا- رسنۍ: تیره شپه د امریکا بې پلوټه الوتکي په شمالي وزیرستان کي پر یوه کور باندي برید کړی چي له کبله یې لږ تر لږه 17 تنه شهیدان شوي دي، او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د پاکستاني میډیا له قوله ویل کیږي چي امریکايي الوتکي میرانشاه بازار ته نیژدې د درپه خیل په سیمه کي یو کور او یو موټر په نښه کړ، او څلور میزایل یې باندي وتوغول، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.
تر اوسه د پيښي په اړه نور جزیات نه دي څرګند شوي، خو ویل کیږي چي د وژل شویو کسانو اکثریت عام خلک دي.