شعـــــرونه

بيا پسرلی شو: اتليار واکمن

اتليار واکمن
بيا پسرلی شو شور ماشور دی د مرغانو
دښتې شنې شوې غوټۍ وسپړې ګلانو

څه خوږه مسته هوا ده او زرغونې شنې درې دي
په هر خوا بهار بهار دی خوشالۍ د بلبلانو

دا بيا اورم اوازونه د سندرو ترنم دی
لور په لور خړې کيږدۍ دي د کوچيانو

بيا د تورو غرو لمن کې يې څادر ده غوړولی
بيا پرې ناست يو څو زلمي دي د وطن د شا زلميانو

چې يې پورته ګردنۍ کړي دی روان دا په کوم لوري
ښکاري بيا يې ښکار موندلی د وطن د دښمنانو

بيا فضا به وي د امن په هر خوا به خوشالي وي
اوس به ماتې مرکنډۍ شي دا دغرب د جاسوسانو

بیا به پورته سپین بیرغ شی له شمشاده ترپامیره
نن په کلک عـزم وتلی تـکل کړی دی غـــازیــانــو

پاتـی نـشی(اتلیـاره)ګــوره تـه لــه دی کاروانـه
لـه دی واړو سـره مــل دی بـس دوعـا دمظلومانو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x