fbpx
nawak1212
دادمحمد ناوک

دبنډار ملګری مو اثرمن هنر پنځوي

 

رحمت الله حکيمي

د رغښتي قلم اواثرمنې ژبې هنرمند دادمحمد ناوک په نسبي سجره نه غږیږم ښایي زما یې دپلار نوم  هم نه وي زده  خو دده  د نږدې دوستانو نه یې ډېر پېژنم ،دناوک صاحب هنري داد دی ، چې داسلامي ارزښتونو په رڼا کې شېبه پرشېبه دخپل هنرمند  هغه معصومه څېره راته سترګو ته دروي چې په ګروهي ډول دمسلمة امت داورنیو حالاتو  دجبران انځورنه په کې لیدل کیږي ،د شوخ مزاجه ناوک صاحب دروني احساسات له ډېر  ریالیستي اړخه په سبیل الله سترګګکونه وهي ، دی داسلامي نړۍ په څنډه  کې هغه هڅاند زلمی دی ، چې دپکتیکا په اومنه کې يې  دې پاتې نړۍ ته سترګې وغړولې له وړکتوبه دلیکوالۍ اوشاعرۍ دروند مسؤلیت ته  ورتر غاړې وتی  ، همدا مینه وه چې یاد لیکوال یې دننګرهار پوهنتون  دژبو ادبیاتو پوهنځي په دروازه وردننه کړه ، خپلې لوړې زده کړې یې دیادپوهنځي په پښتو څانګه کې  په تیوریکي اودخپلو ادبي کړنو په اساس  په عملي ډول تر سره کړې .

یاد ژورنالیست اولیکوال په ۱۳۹۲ ل کال دنوموړي پوهنځي  څخه دفراغت سند تر لاسه کړ ، دزده کړیالۍ په دوره کې درې اثره ( مکتبي نجلۍ (ناول )   ، مېخونه  ( لنډې کیسې )  دلنډې کیسې کرکټر ( تحقیق) ورپسې یې دارواپوهنې په نامه اثر چې تحقیقي اړخ لري دچاپ په ګاڼه وپسلوه  اوس هم  په بېلابیلو علمي مرکزونو کې دخپل مسلک سره په څانګیز ډول دندې اجراکوي .

ګران ملګرۍ ناوک صاحب دانډیوالۍد صمیمي فضا په تړاو سره دخپلو ادبي هڅو اوکړنو خوږ اوتکړه ملګرۍ ګنم دده  تشویق دی ، چې اوس مهال یې ټول ملګري دقلم اوژبې خاوندان دي دادبي کښتۍ دسپرو ملګرو ډېرخیال ساتي  وايي :  موږ که په  حقیقي ډول خپل مسؤلیت وپېژنو نو  دمهذب شوي اوافاقي ادبیاتو په واسطه ټولنه په رڼه لاره روانولای شو .

په دې لنډو وختو کې یې د(مسلمان) په نامه  ناول چاپ شو چې په عقیدوي لحاظ په تیاره باندې درڼا دغلبې تومنه لري  په دې هیله چې لوستونکي   دافغانستان دڅلورمې لسیزې داورنیو حالاتو انځورنه په کې وویني اوپه واسطه یې دمسلمان حقیقي مسؤلیت ته په کتلو سره دابدي ژوندڅراغونه ځانته بل کړي  ناوک صاحب دبلواکۍ په سوزیدونکي اور تل هغه اوبه شیندي کومې چې داسلام دپنځو بناووپه څنګ  کې د(جهاد) دلوړې کلمې خوند لري چې نوموړې پنځه بناوې پرې روښانه دي ناوک صاحب ته ددغه ګټور اثر دچاپ مبارکي وایم ، قلم یې تاند فکر یې همداسې غواړم .

په ادب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د