شعـــــرونه

د ځوانيمرګ شهيد بشير احمد ريان شهيدې اروا ته!

دجمالیارډالۍ

دتاريخ بله پاڼه بيارانه پخپله پرې شوه
دسباورځي دوياړونو دنګ منارشهيدشو

اى دوطن داذادۍ ناوې خبره شوې پرې
ستادډولۍپه راوستلوکي مي يار شهيدشو

نوربه اوس ته په ښکلاګانوپسي کډه کوې
اراکوزياستادسيا لۍ دورځي هارشهيدشو

زموږدهيلوڅوچڼچڼوورته ځاله راوړه
دپروني ملک په تبرهاچنار شهيد شو

ستاپدې کړنه خوپردي باداران خوښ شول منم
پدې شوې پوچي دپښتون هويت وقارشهيدشو

پچادي څه وکړل پښتونه خپل وزردي غوڅ کړ
چادرته وويل چي دبل دشپې سهارشهيدشو

څو تړمي اوښکي موسرتوري پرسجده پرې دي
غوټۍلانه وې سپړېدلې چي بهار شهيد شو

بشيرريانه ستاارواح ته داغزل ډالۍ ده
هرچاته وايم زمادميني جماليار شهيدشو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x