
غزل: سيف الله غضنفر
سيف الله غضنفر
بيګامې بياله سترګوغلې بهېدلې اوښکې
د چا په ياد کې بې اختياره ورېدلې اوښکې
عجيب منظر و تر هغې چې زه بې هوشه ومه
لکه باران د پسرلي ګريوان ته تللې اوښکې
الله دې درکړي په ما ګرانه جنتونه واړه
ستا په فراق له هر انسان وغورځېدلې اوښکې
د غضنفر سره دې مل دی غم په هره شېبه
ځکه سلګو سلګو کې تلې يې غم ځپلې اوښکې