نړۍ

پېښور: د نامعلومو وسلوالو په برید کي د (ایف سي) اوه تنه عسکر وژل شوي

نن ټکی آسیا- رسنۍ: د پاکستان د نیمه فوځ ( ایف سي) اوه تنه فوځیان د وسلوالو په ډزو ووژل شول، او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا برید تیره شپه یولس بجې شاوخوا د ارمړ په نوم سیمه کي د پولیسو او ایف سي پر ګډي پوستې تر سره شو، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده، او هم وسلوالو دوه تنه ایف سي عسکر له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

تر اوسه د پيښي پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو زیات امکان ښکاري چي برید به د طالبانو له خوا تر سره شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x