سرنوشت: د پروان په غوربند کې اربکیان خلک لوټي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د پروان په غوربند ولسوالۍ کې ځایي اربکيان د لویو لارو پرسر خلک لوټي، پیسې، خوراکي توکي او ان خپل اخیستل شوي پسونه ترې وړي.

د غوربند اوسېدونکو له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې ته ويلي چې اربکیان د ملي پولیسو له پوستو سره په څنګ کې په لویه لاره موټر چلوونکي او سپرلۍ شکوي.

د غوربند ولسوالۍ د سیاګرد یو قومي مخور سرنوشت ته ویلي چې اربکیان د ورځې د لارو پر سر له خلکو پیسې او د هغوی توکي اخلي، لار يې د خلکو پر وړاندې پوره نا امنه کړې، خو د هغه په خبره د شپې هم په هغو سیمو کې چې اربکیان مېشت دي د خلکو له کورونو غلاوې کېږي.

دغه قومي مخور وايي چې دوی د شپې د خلکو د کورونو لوټ هم د اربکیانو کار بولي.

سرنوشت د یوې بلې سرچينې له خولې کاږي چې د اربکیانو معاشونه ځنډول شوي ځکه يې د خلکو شکونې ته لاس اچولی.

یاده دې وي تر دې وړاندې په روزګان، غزني، پکتیکا او کندهار کې هم د اربکیانو د لوټ او چور راپورونه ورکړل شوي دي، خو ځايي چارواکو يې پر وړاندې کوم اقدام نه دی کړی.

د پوځي شنونکو له قوله د اربکیانو د ظلمونو، غلا او اخلاقي فساد له امله د دولت او ولس تر منځ فاصله ډېره شوي او ولس پر دولت بشپړ بې باوره شوی دی.