افغانستان

طالبانو تېره میلادي میاشت کې نږدې ۳۵۰ عسکر له دندو زړه توري کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې په تېره میلادي میاشت کې يې د ګډ حکومت له نظامي برخې نږدې ۳۵۰ تنه له خپلو دندو زړه توري کړي او د ځان ملګري کړي دي.

طالبانو د خپل بلنیز کمیسیون په میاشتني راپور کې ویلي چې د دې کمیسیون په هڅو طالبان توانيدلي چې په تېره مارچ میاشت کې د ګډ حکومت له نظامي لیکو ۳۴۳ تنه د ځان ملګري کړي.

طالبانو چې پخپل دې راپور کې د تسلیمو شویو کسانو لنډ شهرت او د دندې ځایونه په ګوته کړي، ويلي چې دوی د حقایقو په درک کولو سره د دوی ملګرتيا کړې ده.

د سرچينې له قوله تسلیم شویو کسانو له ځانونو سر ګڼ شمېر مهمات هم طالبانو ته ور وړي دي.

پوځي شنونکي له نظامي لیکو تېښته د حکومت بې کفایتي په ګوته کوي او په وينا يې حکومت له سیاسي اړخه فلج کېدو ته نږدې دی، ځکه خو د خپلو مخالفینو پر وړاندې بې وسه دی.

طالبان له جګړې پرته د بلنې او خبرو له لارې هم هڅه کوي چې دولتي عسکر دې ته اړ کړي چې له دوی سره له جګړې لاس واخلي او د دوی په وینا حق درک کړي.

دوی پخپلو لیکو کې د « دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون» په نوم فعاله څانګه لري چې د خواله رسنیو، تلیفون، مخابرې او قومي مخورو له لارې عسکرو ته خپل پیغامونه ور رسوي او له دوی په یو ځای کېدو ډاډ ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د دعوت ارشاد جلب وجذب کمسیون وروڼو کور موودان الله تعالی مو پیاوړی اوثابت قدمه اولا ګړندی کړه دا ښه کار دی له یوی خوا به دمرګ ژوبلی کچه کمه شی له بلی خوابه د حکومت زړه جینی راوباسی یعنی چی فلج به یی کړی وروڼو کوشش ډیر وکړی هر څوک پوهیږی چی دا نظامی قوت پاشلی دی او دحکومت سره د فکری اړیکو پر اساس ندی ولاړ په لږ کار غټ کنډک جینی راشکولی شی بریالی اوسی لا زیات تکړه شی والسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x