افغانستان

د انجينر حکمتيار حزب اسلامي حکومت سره روغې ته نږدې شوی

 

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۵ ل):د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د سولې عالي شورا سره د خبرو له لارې نږدې شوی، چې حکومت سره يو تړون ته ورسيږي او له مخالفته لاس واخلي.

د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار اسماعيل قاسميار وايي، چې د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي استازي تر ډېره روغې ته رسېدلي او کله، چې خبره پای ته ورسيږي، هېوادوالو سره به د رسنيو له لارې ټولې خبرې شرېکې کړای شي.

د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ۲۰۰۱ راهیسې، افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ايتلافي ځواکونو پر ضد د « وسله وال جهاد»  اعلان کړی و او ژمنه يې کړې وه، چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، ولې د وخت په تېرېدو يې په دريځ کې نرمي راغله او حکومت سره خبرو ته تيار شو.

د یادوني وړ ده چې د وروستیو څلور اړخیزو غونډو په ترڅ کې ولسمشر اشرف غني طالبانو او د حکمتیار حزب اسلامي ته بلنه ورکړې وه چې د سولې په موخه ورسره مذاکرات وکړي خو طالبانو د حکومت دغه بلنه رد کړه او زیاته یې کړه چې د بهرنیانو شتون او د هغوی له خوا د جګړې ډګر ته د عسکرو را ګرځېدل پر دې دلالت کوي چې بهرنیان په افغانستان کې سوله نه غواړي.

د سولې عالي شورا له طالبانو هم غوښتنه کوي، چې د سولې بهير سره يو ځای شي.

طالبانو په خپلو اعلاميو کې په تکراري توګه ويلي، چې د افغانستان کړکېچ کورني او بهرني اړخونه لري او لومړی بايد د بهرنيو اړخونو په اړه، چې د دوی په قول د جګړې اصلي لامل دی، خبرې وکړې او له هغې وروسته بيا افغان حکومت سره په داخلي چارو خبرو ته تيار دي.

يو شمېر سرچينې وايي، چې حزب اسلامي په خپلو شرطونو کې له حکومت څخه دوه وزاتونه غوښتي، که حکومت يې غوښتنې ومني، نو کېدای شي، له خپل مخالفته لاس پر سر شي.

له دې وړاندې د حزب اسلامي درې ډلې په کابل کې فعاليت کوي. د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حزب له اجراييه رييس ډاکتر عبدالله او د قاضي محمد امين وقاد په مشرۍ د حزب اسلامي شوراګانې د ولسمشر غني په ملاتړ حکومت کې ګډون لري.

د دې تر څنګ د حزب اسلامي د سياسي کمېټې پخوانی مشر انجينر قطب الدين هلال هم د سولې په چارو کې د اشرف غني سلاکار دی.

يو شمېر څارونکي په دې اند دي، چې کابل مېشتي حزبيان نه غواړي، چې انجينر حکمتيار دې کابل ته راشي او حکومت سره دې سوله وکړي او لامل يې هم دا وايي، چې کابل ته د حکمتيار په راتلو د دوی ګټې له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د سياسي چارو شناند انجينر نظر محمد مطمين وايي، چې حکومت د سولې بهير کې خپلواک نه دی او يا هم نه غواړي، چې مخالفين دې وسلې پر ځمکه کېږدي، له همدې امله د حزب اسلامي پلاوي سره حکومتي چارواکو نه دي ليدلي او يوازې د سولې شورا ځينو غړو ورسره ليده کاته کړي دي.

د سياسي چارو څارونکي زياتوي، چې د سولې بهير د بيا پيلولو لپاره ټولې هڅې امنيت شورا او بهرنيو چارو وزارت کوي، مګر د حزب اسلامي پلاوي سره د سولې عالي شورا ناستې کوي، چې د دوی په اند په چارو کې کوم رول نه لري او يوازې د رسمياتو تر بريده محدوده ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x